ګوادر 21 جنوري (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د هېواد په ګټه سمندري وسائلو څخه استفاده کولو او د بليو اکانومي کارولو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي مونږ له به سيمه ايزو رابطو او د تجارت ودې سره سره بحري معيشت ته هم پام لرنه كول وي ، افغانستان كښې مستقل امن سره به د پاکستان په معيشت مثبت اثرات مرتب شي ، سکيورټي فورسز له به د سائبر بريدونو په ضد دفاع له چمتو كيدل وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ ګوادر كښې سکيورټي فورسز افسرانو او ځوانانو ته خطاب کښې وكړه۔ ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې په خپل خطاب كښې صدر ووئيل پاکستان سمندري وسائل او د بليو اکانومي څخه استفادې کولو له لوظي دے، ګوادر پورټ نه يواځې په معاشي توګه بلكه په دفاعي اعتبار سره هم مهم دے۔ده ووئيل د مينځني اسياﺀ هېوادونو سره تجارت لپاره رابطو ښه كولو ته اړتيا ده، سيمه ايزو رابطو او د تجارت ودې سره به بحري معيشت ته هم پام لرنه كول وي۔ صدر ووئيل د مينځني اسياﺀ هېوادونه د افغانستان د لارې تر ګوادر تجارت لپاره خواهش لري، افغانستان كښې 40 كاله پس امن راغلے ، افغانستان كښې مستقل امن سره به زمونږ په معيشت ښه اثرات مرتب شي۔ صدر مملکت ووئيل پاکستان 40 لکهه افغان كډوالو له پناه وركړې، مونږ له د انسانيت او اخلاقيات درس راكونكې د كورونا په ضد زمونږ د تګلارې معترف دي ، ده ووئېل د کورونا په ضد د موجوده حكومت په وخت پريكړو سره نه يواځې اولس ته ګټه بلكه د هېواد معيشت ته هم ګټه رسېدلې۔ده ووئيل د پاکستان پوځ د هېواد دفاع او په هر سخت وخت كښې خپل مثبت کردار ترسره كړے ، سائبر جنګ د لويو وسلو څخه زيات خطرناك دے ، په پاکستان څو وارې سائبر بريدونه شوې ، ده ووئېل په بدلو شوو حالاتو كښې سيکيورټي فورسز له به د سائبر بريدونو په ضد دفاع لپاره چمتو كيدل وي
مونږ له به سيمه ايزو رابطو او تجارت ته وده وركولو سره سره بحري معيشت ته هم پام لرنه كول وي ، افغانستان كښې مستقل امن سره به د پاکستان په معيشت مثبت اثرات مرتب شي، صدر ډاکټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون