اسلام آباد 08 اكتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د قدرتي آفتونو زيان كمولو لپاره به مونږ له په ګډه هڅې كول وي،د 8 اكتوبر 2005 نه پس د پاكستان اولس جذبه مثالي وه،مونږ له به په حكومتي كچه د منصوبه بندۍ په عمل كښې د قدرتي آفتونو مخنيوي په اړه اقدامات شاملول وي۔ د جمعې په ورځ نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي د اړخه اسلام آباد كښې د آفتونو څخه ”محفوظ پاكستان قوي پاكستان” په سرخط سيمينار وشو۔ د اين ډي اېم اے د اړخه هر كال 8 اكتوبر نېشنل ريزيليئنس ډے په توګه لمانځلے كيږي چې مقصد ئې پاكستان كښې د ټولو قدرتي آفتونو له امله ځپلې شوي او په خاص توګه 8 اكتوبر 2005 زلزله ځپليو سره د يووالي څرګندونه او اولس كښې د آفتونو مخنيوي په اړه خبرتيا او شعور بيدارول دي۔سږ كال اين ډي ايم اے د اړخه دا ورځ زمونږ عزم د آفتونو څخه محفوظ پاكستان، قوي پاكستان سلوګن سره لمانځلې كيږي۔په دې لړ كښې اين ډي اېم اے د يو اين ډي پي او اے ډي پي سي په مرسته اسلام آباد كښې يو ورځنے سيمينار وكړو چې مقصد ئې د آفتونو مخنيوي او موسمي بدلون په اړه د خيالاتو څرګندونې لپاره بيلو څانګو سره تعلق لرونكو پوهانو او مقررينو له يو پليټ فارم وركول وو۔ د سيمينار په مهال د آفتونو مخنيوي په اړه د اولسي سيمو او ميډيا كردار په اهميت هم زور راوړلے شو۔ د سيمينار پرانستې سېشن كښې ليفټيننټ جنرل اختر نواز ستي چئيرمېن اين ډي ايم اے ټولو ګډون كوونكو ته هركلے وئيلو سره د نېشنل ريزيليئنس ډے اهميت په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د سيمينار په اړه خبره كولو څخه وړاندې ده د زيارت په ورځ هرنائي، بلوچستان كښې راغلې د 5.9 شدت زلزلې ذكر كولو سره ووئيل مونږ د دغه سيمي د اولس په دړد كښې برابر شريك يو۔ده ووئيل د ځپليو مرستي او ريسكيو لپاره اقدامات كوو۔ چئيرمين اين ډي ايم اے ووئيل آفتونه او پېښي او په خاص توګه 8د اكتوبر2005 زلزله ځپليو سره د يووالي څرګندونه او هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔ د وړومبې سېشن خاص ميلمه د پلاننګ اينډ ډويلپمنټ وفاقي وزير اسد عمر ووئيل د آفتونو مخنيوي لپاره به مونږ له په ګډه هڅې كول وي۔ده د 8 اکتوبر 2005 په اړه ووئيل په دې موقع د د پاکستاني اولس جذبه مثالي وه كومو چې د فرق نه غير د خپلو وروڼو خويندو مرسته كړې ۔وفاقی وزیر ووئيل مونږ له به په حكومتي كچه د منصوبه بندۍ عمل كښې د آفتونو مخنيوي په اړه اقدامات شاملول وي
د 8 اكتوبر 2005 نه پس د پاكستان اولس جذبه مثالي وه،د منصوبه بندۍ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر د اين ډي اېم اے د سيورې لاندې سيمينار ته وينا
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا