اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې نړۍ اوس د وسلې په ځائ د بيانيې جنګ كوي، د چا بيانيه چې څومره قوي وي، دومره به ئې اهميت وي، د بيانيې د لارې مونږ خپل دريځ په ښه ډول وړاندې كولې شو، په كال 2018م كښې چې مونږ كله اقتدار ته راغلو نو د رياستي مېډيا ډېجيټلائزېشن لپاره مو كار پېل كړو، اے پي پي د نړيوالو خبر رسوونكو ادارو په طرز ډېجيټل نيوز اېجنسي جوړولو لپاره عملي اقدامات شوي دي. ده دا خبرې د اے پي پي ډېجيټلائزېشن پروژې له مخې د بهرتي شويو ملازمينو تعارفي دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع د اے پي پي منېجنګ ډائرېكټر مبشر حسن، اېګزېكټو ډائرېكټر عديله رباب كاظمي، د انفارمېشن سروسز اكېډمۍ ډائرېكټر جنرل سعيد جاوېد او د اے پي پي اعلٰی چارواكي هم موجود وو. د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې اوس د وسلې په ځائ د بيانيې او د رائې د لارې جنګ كېږي، د چا بيانيه چې څومره قوي وي، دومره به ئې اهميت وي. ده ووئيل چې د تاريخ نه معلومېږي چې چرته پېسه او وسيلې وې، هلته به قبضه كولې شوه، په هندوستان كښې هم داسې شوي دي، د برتانيې ايسټ انډيا كمپنې په هندوستان قبضه وكړه، بيا دا كمپني په وتلو مجبوره شوه. په دوهم جنګ عظيم كښې د لكونو په شمېر خلقو ژوند د لاسه وركړو. د دې جنګ نه پس نړيوال قانون جوړ شو، د نړۍ اخلاقيات بدل شول. ده ووئيل چې كه د وسلې په زور د روايتي جنګ خبره وكړو نو امريكې په افغانستان بريد كولو سره په يو څو ساعتونو كښې د هغه ځائ حكومت ختم كړے و، د افغانستان ټول كنټرول د امريكې لاسونو ته تللې و، خو د طاقت په زور ئې خپل مقصد ترلاسه نه كړے شو ځكه چې په نړۍ كښې غلبه ترلاسه كولو تعريف بدل شوے. د وسلې د لارې د جنګ ګټلو په ځائ بيانيه وړاندې شوې او د بيانيه په جنګ كښې امريكې ماتې وخوړله او بالاخره د افغانستان نه ووتله. د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې د نړۍ لوي جنګونه اوس د بيانيې د لارې كېږي، په بيانيه كښې هغه ډله بريالې كېږي كومه چې د خپلو دماغو ښه استعمال كوي، د بيانيه د لارې مونږ نړۍ ته خپل دريځ په ښه ډول وړاندې كولې شو. چوهدري فواد حسېن ووئيل چې د پاكستان تحريك انصاف په دور كښې په وړومبي ځل په مېرټ بهرتې كولې شي، مونږ داسې نظام تشكيل كول غواړو چې ورسره سپېځلتيا په نظر راشي. ده ووئيل چې ده د كال 2016م د پاكستان تحريك انصاف د ډېجيټل معاملې كتلې، د سياسي ګوند په حېث د پاكستان تحريك انصاف ډېجيټل مېډيا د رياست د مېډيا نه زياته قوي وه. ده ووئيل چې په كال 2018م كښې چې مونږ كله اقتدار ته راغلو نو مونږ رياستي مېډيا په ډېجيټل څانګه كښې د قوي كولو كار پېل كړو. د اے پي پي مو د رائټرز او اے اېف پي په شان د نړيوالو خبر رسوونكو ادارو په طرز د ډېجيټل نيوز اېجنسي جوړولو هڅه وكړه، په كال 2018م كښې مو دا سوچ وكړو او نن الحمدلله دا ترسره كېدونكې وينو. ده ووئيل چې اے پي پي ته د صحافت په مېدان كښې د جديد دور تقاضې كارولو سره د صحافتي خدماتو ترسره كولو ضرورت دے. د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې د 50 او 60 د لسيزو او د نن ډېجيټل دور په صحافت كښې ډېر فرق دے. اے پي پي دې داسې كمرشل ماډل جوړ كړي چې ورسره وسيلې پېدا شي چې دغسې په مالي لحاظ په خپلو پښو ودرېږي او خپلو ملازمينو ته زيات غوره مراعات وركړے شي. ده په اے پي پي كښې بهرتي شويو نويو ملازمينو ته مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې نوي ملازمين به خپل صلاحيتونه كارولو سره د ادارې لا ښه كولو لپاره خپل فعاله كردار ترسره كړي. د اطلاعاتو وفاقي وزير د اوسني حكومت وژن عملي كولو لپاره په هڅو كولو د اے پي پي منېجنګ ډائرېكټر مبشر حسن او د هغه د ډلې خواري او هڅې وستائيلې. په دې موقع دستورې ته ووئيل شول چې د اے پي پي د نيوز آپرېشن ري سټركچرنګ او ډيجټلائزېشن په اړه د 789.79 مليونه روپو په لګښت د دې پروژې له مخې بهرتې لپاره د نېشنل يونيورسي آف سائنس اېنډ ټېكنالوجي﴿نسټ﴾ د لارې ټېسټ واخستل شو، لوړ وظيفائي مهارت لرونكو پوهانو په ټېسټ كښې د كامياب كانديدانو انټرويوز وكړې، د بهرتې عمل سپېځلې كولو لپاره د كانديدانو د انټرويوز آډيو او وېډيو ريكارډنګ هم وكړے شو. د ډېجيټل مېډيا تقاضې په نظر كښې ساتلو سره په وړومبي ځل ريسرچرز، سوشل مېډيا كانټېنټ رائټرز، ګرافك ډيزائنرز پشان په بېلا بېلو چكولو صلاحيت لرونكي كسان بهرتي كړے شول چې ورسره به د ډېجيټل مېډيا نوي مهارتونه په كار راوستلو سره اے پي پي په جديد دور صحافت كښې خپل كردار په زيات موثر انداز كښې ترسره كړے شي. د دې څخه وړاندې د اے پي پي ډېجيټلائزېشن په اړه پرېزنټېشن وركړے شو چې پكښې د صحافت په څانګه كښې د اے پي پي كردار او د جديد دور تقاضو سره هم آهنګ كولو لپاره كېدونكې هڅې په ډاګه كړې شوې. د اطلاعاتو وفاقي وزير د اے پي پي ډېجيټلائزېشن پروژې لپاره په بهرتي شويو ملازمينو كښې سروس كارډز هم تقسيم كړل.
نړۍ اوس د وسلې په ځائ د بيانيې جنګ كوي، د چا بيانيه چې څومره قوي وي، دومره به ئې اهميت وي. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د اے پي پي ډېجيټلائزېشن پروژې له مخې د بهرتي شويو ملازمينو تعارفي دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ