اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ، اصلاحاتو او خاص اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې اومي كرون د نړۍ په بېلا بېلو سيمو كښې په تندې سره خپرېږي، په پاكستان كښې هم اومي كرون په تندې سره خپرېږي، د سوئيلي افريقې نه د اومي كرون خپرېدل پېل شوي. ده دا خبرې د شورو په ورځ په نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر كښې د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان سره يو ځائ مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال وكړې. وفاقي وزير ووئيل چې د نومبر په 8مه نېټه په سوئيلي افريقا كښې د اومي كرون وړومبې كېس رامخې ته شوے و. ده ووئيل چې اومي كرون د كورونا د وړومبې قسمونو په پشان خطرناك نه دے، اولس دې د ګڼې ګوڼې ځايونو ته د تللو نه ډډه وكړي. ده ووئيل چې اولس دې ماسك استعمال كړي او احتياطي تدابير دې وكړي، د كورونا نه بچ كېدو لپاره واكسين لازمي دي. ده ووئيل چې په امريكا او برتانيه كښې د واكسين لګوونكو شمېره زياته ده. په واكسين لګوونكو كښې د اومي كرون خطر كم دے. اسد عمر ووئيل چې د كورونا د نوې چپې پېل كېدو واضح اثرات رامخې ته شوي دي، د ګڼې ګوڼې په آبادې كښې د كورونا د خپرېدو خطر تر ټولو زيات دے. ده ووئيل چې په كومو هېوادونو كښې د كورونا واكسين زيات لګېدلي دي، هلته د كورونا خپرېدل كم دي. د درې څلور اونيو په مهال اومي كرون په تندې سره خپرېږي.
اومي كرون د نړۍ په بېلا بېلو سيمو كښې په تندې سره خپرېږي، په پاكستان كښې هم اومي كرون په تندې سره خپرېږي، د سوئيلي افريقې نه د اومي كرون خپرېدل پېل شوي. د منصوبه بندې وفاقي وزير اسد عمر
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔