اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) اسلامي نظرياتي ك??نس?? وئيلي دي د روژې په حالت كښې په واكسين لګولو روژه نه ماتېږي، د صدر مملكت په سپارښتنه به ك??نس?? په 70 داسې موضوعاتو كار كوي چې پكښې معاشرتي ارتباط او حسن تعامل باوري كړے شي، د شعېب سډل اقليتي كميشن رپوټ داخلي تضادات لري او د كال 1973م د آئين ګڼ شمېر دفعات سره همغږي نه لري. د دې خبرې پرېكړه د اسلامي نظرياتي ك??نس?? په 233مه غونډه كښې شوې كومه چې د شورو په ورځ د ك??نس?? چيئرمېن ډاكټر قبله اياز په مشرې كښې وشوه. په غونډه كښې د جيد علماﺀ كرامو، مفتيانو او دانشورانو پشمول د ك??نس?? د يوولسو غړو او غوره ډلې په وركولو د صدر مملكت ، وزيراعظم او د قانون د وزارت مننه وكړې شوه. د يادونې وړ ده د ك??نس?? غړي خپل د افتاء مركزونه لري د كومو څخه به چې اسلامي نظرياتي ك??نس?? ع??مي استفاده كوي. په غونډه كښې د شعېب سډل اقليتي كميشن رپورټ او په ستره محكمه كښې تر اورېدنې لاندې په كېس هم بحث وشو. په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د تعليم وزارت ته دې خواست وكړے شي چې هغه په دې غور لپاره نور وخت وركړي. د ك??نس?? په غونډه كښې د شعېب سډل رپورټ سره اتفاق ونه كړے شو. ك??نس?? ووئيل د روژې په مهال د واكسين لګولو په نتيجه كښې روژه نه ماتېږي. د صدر په هدايت به ك??نس?? په 70 داسې موضوعاتو كار كوي چې پكښې معاشرتي ارتباط او حسن تعامل باوري كړے شي. دا موضوعات به د علما، خطباﺀ او د منبر او محراب د لارې د جمعې په خطبو كښې وړاندې كولې شي. په غونډه كښې د كورونا دريمې چپې تر مخه اولس ته خواست وكړے شو چې د حكومت په اېس او پيز عمل وكړې. د ك??نس?? د غونډې نه پس د ك??نس?? چيئرمېن ډاكټر قبله اياز خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل د اسلامي اعتقاد له مخې هره وبا د الله تعالٰی د طرف نه راځي او د هغه په حكم ختمېږي. د دې علاج يا د دې نه بچ كېدو لپاره مكمل احتياطي تدابير كول د شريعت خلاف نه دي بلكې عېن د شريعت تقاضا ده. په احتياطي تدابيرو كښې دا شامل دي چې په كومه سي??ه كښې د وبا زيات رنځوران وي يا چې چرته وبا راغلې وي، هغې سي??ې ته د تللو څخه دې ډډه وكړې شي او د هغه ځائ خلق دې نورو سي??و ته د تللو څخه ډډه وكړي. ځپلي كسان دې نورو خلقو سره د ليدلو كتلو نه ډډه وكړي. ده ووئيل د زيارت عمر كسان او دغسې د ټوخي، زكام او تبې نيولي خلق دې په كورونو كښې مونځ كوي. ده ووئېل د وبا په ورځو كښې دې ماشومان جوماتونو نه ځي. علماﺀ كرام دې مونځ مخت??ر كوي. ټول لونځ كوونكې دې سنت په كورونو كښې ادا كوي او په صفونو كښې دې فاصله وساتلې شي. ده ووئېل يوازې په سلام دې اكتفا وكړې شي ځكه چې په اسلام كښې د سلام حكم دے. كه د حكومت لخوا په مصافحه بندېز وي نو پرېښودل ئې واجب دي. علاج معالجې او احتياطي تدابير سره رج??ع الی الله او توبه استغفار هم د علاج يو نوعيت دے. بايد ټول قام په دې عمل وكړي. ده ووئيل تراويح مسنون عمل دے، په كورونو كښې ادا كېدې شي، د قرآن ختم دې په سادګۍ سره وكړې شي او د ګڼې ګوڼې جوړولو څخه دې ډډه وكړې شي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ “د كور سړے د كور امام” تصور وړاندې كړے ؤ، زمونږ تجويز دا دے چې تراويح مسنون عمل دے، په كورونو كښې ادا كېدے شي. كه چرته تراويح ادا كولې هم شي نو دورانيه دې مختصر وساتلې شي او واړه سورتونه دې ولوستلے شي
د روژې په حالت كښې په واكسين لګولو روژه نه ماتېږي. د ډاكټر قبله اياز په مشرې كښې د اسلامي نظرياتي كونسل غونډه
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados