اسلام آباد 26 اپريل (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف سينئر لارښود عثمان ډار د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير اسد عمر ته د كامياب جوان پروګرام په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے۔د ګل په ورځ جاري شوي بيان له مخې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئېلي دي زمونږ حكومت د ځوانانو پرمختګ او خېرښېګړې لپاره ټول ممكنه اقدامات باوري كوي۔ده ووئيل د كامياب جوان پروګرام له مخې د ځوانانو مثبت هلو ځلو لپاره په بېلا بېلو پراجېكټونو غور روان دے۔د پاكستان تحريك انصاف سينئر لارښود عثمان ډار ووئيل د كامياب جوان قرضه سكيم له مخې نزدې 10 زره كاروبارونو لپاره 8 اربه روپۍ قرض وركړې شوي ٬د پنځه اربه ماليت نور قرض منظور شوے كوم به چې راتلونكو څو ورځو كښې وركړے شي۔ده ووئيل د كركيلې٬صنعت او سروسز سېكټرز نه علاوه نورو څانګو كښې ځوانان ته د روزګار وركولو لپاره قرض وركولې شي۔ د 10 ارب روپو په لګښت د كامياب جوان سكلز پروګرام په وړومبي پړاؤ كښې 37000 زره ماشومانو ته جديد او روايتي څانګو هنر وركړے شوے۔ده ووئيل د پروګرام په دوهم پړاؤ كښې په تكنيكي تعليم كښې تربيه ترلاسه كولو لپاره 58000 زره زده كونكي منتخب كړې شوي
عثمان ډار وفاقي وزير اسد عمر له په كامياب جوان پروګرام تفصيلي بريفنګ وركړو
مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa