اسلام آباد 05 مئي ﴿اے پي پي﴾ وزيراعظم محمد نواز شريف په آزاد كشمير كښې په پرمختيائي او فلاحي پروژو د اطمينان څرګندونه كولو سره وئېلي دي چې بايد د آزاد كشمير حكومت د اولسي ښېګړې او څوكالۍ لپاره په تندۍ سره كار وكړي۔ ده دا خبره ?? آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر سره ?? جمعې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې په خپلو خبرو كښې وكړه۔ راجه فاروق حېدر وزيراعظم په آزاد كشمير كښې د روانو پرمختيائي پروژو په اړه خبر كړو۔ ده ووئيل چې پرمختيائي پروژو كښې د سپيځلتيا څخه كار اخستل كېږي۔ راجه فاروق حېدر ووئيل چ?? د ??شمير اولس د پرمختيائي پروژو څخه په بشپړه توګه استفاده كوي۔ وزيراعظم ووئيل د اولس خذمت د آزاد كشمير او وفاقي حكومت شريكه ذمه واري ده۔ ده ووئيل د ښه مواصلاتي او سترو لارو نېټ ورك سره ??ه د اولس د ژوند معيار ښه شي او اقتصادي هلو ځلو ته به وده ترلاسه شي٬وفاقي حكومت به د آزاد كشمير د حكومت هر ډول مرسته كوي۔
بايد د آزاد كشمير حكومت د اولسي ښېګړې او څوكالۍ لپاره په تندۍ سره كار وكړي
مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج