اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف د ګل په ورځ د برتانيې هائي كمېشن ته تللے چرته چې هغه د برتانيې هائی کمشنر سره د ملکه برتانيې الزبتھ دوئم په مړينه غمرازي ښكاره كړې ۔ سپیکر راجه پرویز اشرف د برتانيې په سفارتخانه كښې اېښودلې شوي كتاب كښې د ملکه الزبتھ دوئم د ژوند سره په تړون لرونكو مهمو اړخونو خپل تاثرات وليكل۔ د قامي اسمبلۍ سپیکر د ملکه برتانيه په مړينه د شاهي كورنۍ او اولس سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل ملکه الزبتھ دوم د پاکستان سره ښې اړيكي لرلې او هغه سوئيلي اسياﺀ كښې د امن او استحکام داعي وه۔ده ووئيل ملکه الزبتھ په كال 1997 كښې د پاکستان پارلمان شريكې غونډي ته وينا كړې وه،په خپله وينا كښې هغې په سوئيلي اسياﺀ كښې د ا من او استحكام راوستلو خواهش څركند كړے ؤ۔
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات