اسلام آباد۔5نومبر(اے پی پی) د آزاد جموں وكشمير صدر بېرسټر سلطان محمود چوهدري وئيلي دي چې په مظلوم کشمیری وګړو د هندي ظلم 7 لسيزو څخه زيات وخت تېر شوے خو د جنت نظير وادۍ امن او سكون غصب كوؤنكې هند كشميري اولس ته د دوئي د خپلواكۍ خپل حق وركولو ته تيار نه دے٬ 6 نومبر د شهيدانو ورځ د آزادۍ تحريك يو مهم سنګ ميل دے په كومه ورځ چې د لكھونو په شمېر كشميري وګړو د پاكستان سره مينې او هند څخه د خپل وطن آزادۍ لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړه۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د 6 نومبر د جموں شهيدانو ورځې په موقعه په خپل خصوصي پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل د نومبر مياشتې اولنۍ اونۍ د رياست د مسلمانانو د آزادۍ تحريك هغه تور باب دے په كوم كښې چې ډوګره واكمنو د لكھونو په شمېر بې ګناه كشميري وګړي وژلو سره د ظلم او درندګۍ يو داسې باب رقم كړو كوم چې د انساني تاريخ په جامه تور داغ دے۔ ده ووئيل دا ورځې ددې عزم پخلي سره لمانځلې شي چې سباؤن كښې به هم د آزادۍ ترلاسه كولو له د كومې هم قربانۍ څخه سرغړونه كولې نه شي۔ ده ووئيل كشميرې اولس د خپل منزل ترلاسه كولو له پرله پسې قربانۍ وړاندې كوي۔ ده زياته كړه چې كه هند هر څومره ظلم زياتې كوي د كشميري اولس د آزادۍ جذبه كمزورې كولې نه شي٬ دوئي به د خپل منزل ترلاسه كولو پورې د خپلو ځانونو قربانۍ وركوي۔
د جموں شهيدانو په خپله وينه د كشميري اولس د آزادۍ تحريك فعاله وساتلو٬ د آزاد كشمير صدر
مضمون کا ماخذ : loteria estadual