اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) د ميانمار٬ المان٬ سعودي عرب ٬ روانډا ٬سېراليون٬ عوامي جمهويت لاٶ٬ پېراګوئے او د مېكسيكو نومولې شوو سفيرانو د زيارت په ورځ اول?? مشر ممنون حسېن ته ايوان صدر كښې يوه دستوره كښې خپل سفارتي سندونه وړاندې كړي دي ۔ دې نه پس سفيرانو او هائي كمشنرانو اول?? مشر سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې اول?? مشر ووئيل پاكستان نړۍ كښې امن٬ استحكام او سوكالۍ له ټولو هېوادونو سره د ورورولۍ او د دوستۍ اړيكو ته وده وركولو له خوښي لري۔ اول?? مشر سفيرانو سره په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په معاملو خبرې وكړې۔ اول?? مشر ممنون حسېن ووئيل د پاکستان معیشت بهترۍ پلو روان دے او د سرمايه كارۍ او كاروبار لوي موقعې لري۔ اول?? مشر غېر ملكي سفيرانو ته د تجارت لا ودې او پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې د وړاندې كړې شوو سرمايه كارۍ موقعو نه ګټه پورته كولو لپاره د خپل كردار په تر سره زور راورې ۔ اول?? مشر زور رواړو چې پاكستان د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ خاتمې له عزم لري او د ترهه ګرۍ په ضد كاروائۍ به د آخري ترهه ګر تر خاتمې دوام دارې ساتلې شي۔ اول?? مشر نوې سفيرانو او هائي كشمنرانو له مباركي وركولو سره دا هيله څرګنده كړه چې ھغوي به پاكستان سره د خپلو هېوادونو موجوده اړيكې لا قوي كولو لپاره كار وكړي۔ په سفارتي سندونو وړاندې كوٶنكو كښې د ميانمار سفیر ون مېنټ، د المان مارټن کوبلر، د سعودی عرب سفیر کموډور نواف سعید احمد المالکي، د روانډا سفیر لېفټېننټ جنرال کیونګا چارلس، د سېرالیون هائي کمشنر ??لي مامے امارا کمارا، د عوامي جمهوریه لاؤ سفیرې وانډے بوتھا ساونګ، د پیراګوئے سفیر نیلسن الېډس مورا روډاس او د مېکسیکو سفیر جوز الفانسو زګبی کېمارینه شامل وو۔ دې څخه وړاندې د پاكستان او اړوندو هېوادونو قامي سردونه وغږولې شو او سفيرانو ته د پاك پوځ لخوا ګارډ آف آنر وړاندې كړې شو۔
اولس مشر ممنون حسېن ته د المان٬ سعودي عرب او د مېكسيكو پشمول د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو خپل سفارتي سندونه وړاندې كړل
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان