اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د ستراتېژك ريفارمز مشر سلمان صوفي وئيلي دي چې وزيراعظم اقليتونو او د ټولنې كمزورو طبقو ته آساني وركولو كښې خوښي لري٬ دا اقدام به نرښځو ته آسانۍ وركړي او په دوئي د تشدد كولو يا د دوئي د تنګولو پېښو لاره به ونيولې شي۔ سلمان صوفي دا خبرې نرښځو لپاره د شكايات انتظام سسټم پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ د ووئيل كه شكايت په ټاكلي ريزوليوشن ټائم فريم كښې حل نه كړے شي نو دا په نظام كښې موجود يو فيچر نېغ په نېغه د وزيراعظم د ستراتېژك ريفارمز مشر او اړوند آئي جي آفس ته ورسي۔ ده ووېيل دا سسټم ټول مطلوبه خصوصيات لري۔ د نرښځيانو ورورولۍ لارښود ناياب علي په خبل خطاب كښې د هېلپ لائن په جوړېدو د وزيراعظم شهباز شريف ٬ سلمان صوفلي او د بشري حقونو د وزارت مننه وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان آئين نرښځيو ته ټول حقونه وركړې دي۔ د بده مرغه په هر مېدان كښې نرښځي ستونزو سره مخ دي۔ ده ووئيل دې سره مونږ ته يو غوره فورم ترلاسه شوې چرته چې مونږ خپل شكايت د كومې ويرې نه لرې درج كولې شؤ او په دې اقدام زه د نرښځيو ورورولۍ لخوا د وزيراعظم شهباز شريف مننه كوم۔
وزيراعظم اقليتونو او د ټولنې بې وزله طبقو ته آسانۍ وركول غواړي٬ دا اقدام به د نرښځو په ګټه وي٬ د سلمان صوفي نرښځو لپاره د شكايات انتظام سسټم پرانستې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز