اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ د اطلاعاتو او خپرونو قائمه كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ پي ټي وي هيډ كوارټرز كښې وشوه د غوندې مشري د قومي اسمبلۍ غړي ميا جاويد لطيف كوله۔ د كمېټۍ چيئرمېن ميا جاويد لطيف غونډې ته ووئيل ګلګت بلتستان پخواني چيف جسټس رانا محمد شميم لاس ليك شوې بيان حلفي په اړه په اليكټرانك او پرنټ ميډيا كښې خبر خپورې شوې۔ تفصيلي غور نه پس كمېټۍ د سپريم كورټ آف پاكستان پخواني چيف جسټس ثاقب نثار، ګلګت بلتستان پخواني چيف جسټس رانا محمد شميم او دي نيوز ايډيټر انچيف مير شكيل الرحمان غونډه كښې د ګډون كولو پريكړه وكړه دغسې چې كمېټي د راروانې غونډې په مهال د هغوې نكته نظر هم معلوم كړې۔ پاكستان اليكټرانك ميډيا ريګوليټري اتھارټي (پيمرا) پخواني چيئرمېن او سينئر خبريال ابصار عالم پشمول نور سينئر خبريالانو حامد مير، مطيع الله جان، عاصمه شيرازي او اسد طور مبينه بريدونو په اړه آئي سي ټي پوليس ډپټي انسپكټر جنرل اسد طور كمېټۍ له بريفنګ وكړو۔ كمېټۍ د حكومت د اړخه وړاندې كړې شوې موشن پيكچر ترميمي بل 2020ء، پاكستان براډ كاسټنګ كارپوريشن ترميمي بل 2020ء ، ايسوسي ايټډ پريس آف پاكستان كارپوريشن ترميمي بل 2020ء او قومي اسمبلۍ غړي عظميٰ رياض د اړخه وړاندې شوې پاكستان اليكټرانك ميډيا ريګوليټري اتھارټي ترميمي بل 2020ء پرائيويټ بل غور موخر كړو۔ د وخت كمې له امله كمېټۍ د مولانا عبدالاكبر چترالي او نورو غړو د اړخه ټي وي چينلز په اړه پام راګرځونې په نوټس لمبر 29 غور هم د وخت كمې له امله تر راروانې غوندې وځنډولې شو۔
د قومي اسمبلۍ غړي مياں جاويد لطيف په مشرۍ كښې د قومي اسمبلۍ د اطلاعاتو او خپرونو قائمه كمېټۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت