دوشبنے۔30 مارچ (اے پی پی) خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قریشی يو وارې بيا وئيلي دي پاكستان به د سولئيز ٬ مستحكم ٬ خپلواكه او سوكاله افغانستان لپاره مرسته روانه ساتي۔ خارجه وزير افعانستان كښې تلي پاتي امن له د دوحه عمل كړے پېشرفت مخ په وړاندې بوتللو له ٬ منظم او په ذمه واره ډول افغانستان نه د بهرنيو عسكرو ستنولو ، د تشدد پېښو كمولو او زر تر زره جنګ بندي باوري كولو له 7 وړاندېزونه وركړل۔ هغه د نهې په ورځ د تاجكستان پلازمينه دوشنبے كښې’’هارټ آف اېشیا‘‘استنبول پراسیس وزارتی کنفرنس ته خطاب كولو۔ هغه ووئيل افغانستان يو مهم ګاونډي او ورور هېواد دے كوم سره چې مونږ مضبوطې تاريخي اړيكې لرؤ۔ د افغانستان په امن او پرمختګ كښې خوښي د پاكستان نه زيات بل كوم هېواد لرلې شي؟ خارجه وزير ووئيل افغان لارښودو سره په پراخه كچه د رابطو له مخې پاكستان په دې خبره پرله پسې زور راوړے چې د مثبتو نتيجو لپاره دې په تعميري ډول د خبرو اترو او رابطو لړۍ روانه وساتلې شي۔ هغه ووئيل مونږ په افغانستان كښې په روان تشدد سخته اندېښنه لرؤ د كوم په نتيجه كښې چې د قيمتي ځانونو زيان كېږي۔ ده ووئېل مونږ يره لرو كه آئي اېس آئي اېس يا القاعده كوم ځاے قبضه كړي نو د ترهګرۍ خطر به لا زيات شي۔ خارجه وزير په دې لړ كښې 7 وړاندېزونه وړاندې كړل كومو كښې چې د دوحه عمل د لارې كړے پېش رفت او كاميابۍ مخ په وړاندې بوتلل او دغه لا قوي كول ٬ د نړيوالې ورورولۍ لخوا د سرمايه كارۍ تحفظ او د دې په نتيجه كښې د تېرو كلونو په مهال د سر كړو هدفونو برقراره ساتلو له هڅې كول ٬ افغانستان نه په منظم او په ذمه واره توګه د غېر ملكي عسكرو وتل ، د تشدد په پېښو كښې كمے او زر تر زره جنګ بندي باوري كول ، د افغان لارښودو په مشرۍ كښې افغانانو لپاره د قبلولو وړ تل پاتي سياسي حل ته رسېدل ٬ د شخړې نه وروستو پړاؤ كښې پرمختګ لپاره د نړيوالې ورورولۍ افغانستان سره مالي مرسته٬ د افغانستان معاشی پرمختګ او بيا ودانۍ له منصوبه بندي او په عزت او وقار سره د افغان كډوالو خپل هېواد ته تللو له فضا په زړه پورې جوړول شامل دي۔ خارجه وزير ووئيل امن عمل له سهولت وركولو سره سره پاكستان د افغانستان هره يوه ممكنه مرسته كوي۔ مونږ د افغانستان پرمختګ او بيا ودانۍ له د يو ارب امريكائي ډالرو وركولو وعده كړې ۔ نزدې 500 ملینه امريكائي ډالره مونږ دې نه وړاندې په انفراسټركچر او د كار استعداد په زياتولو مصرف كړي ۔ مسافرو ته آسانۍ وركولو له مو د وېزا اجراﺀ نوې تګلاره وضعه كړې ۔ ده ووئېل د كورونا نړيوالې وبا باوجود مونږ 5 پولئزې لاری پرانستلي دغسې چې مسافرو او تجارت كوؤنكو ته آسانۍ ترلاسه وي۔ پاکستان افغان ټرانزټ ټرېډ له ګوادر بندرځائې فعاله كړے ۔ پاکستان سيمه ايزې رابطې او د ’’کاسا۔1000‘‘ او ’’تاپی‘‘ په ډول منصوبو كښې پېشرفت غواړي۔ په ’ټرانس افغان‘ رېلوے منصوبه ’ازبکستان۔افغانستان۔ پاکستان عمل كوي دغسې چې تجارت ٬ سېلګرۍ اولسي رابطو ته وده ترلاسه شي۔ د بېلټ اېنډ روډ‘ (بی۔آر۔آئی) مثالی منصوبې افغانستان لپاره د مېوؤ او ګټې نوې امكانات لري۔ خارجه وزير ووئيل د ’هارټ آف اېشیاء ۔ استنبول پراسیس‘ ترسېوري لاندې پاکستان د اعتماد سازۍ په اقدامات (سی۔بی۔اېم) كښې شريك دے۔ غونډه كښې چې په كومو څانګو كښې په مرسته كولو صلاح يوه شوه په هغې كښې د بوټو حفاظتي نظام ٬ (پلانټ کورنټین سسټم)، د تخمونو پرمختګ او د صنعت ودې سره سره د فصلونو او غَلو پیداوار زياتول شامل دي۔ خارجه وزير دا باور څرګند كړو چې زمونږ دا ننې سوچ به نتيجه رامخې ته كونكے ثابت شي او دا چې د ”دوشنبے اعلامیه“ به زمونږ د شريك عزم او د تاريخ په دې پرېكنده پړاؤ افغان اولس سره د اودرېدو او هغوي سره زمونږ د ملاتړ عكاسي وكړي۔
پاكستان به د سولئيز ٬ مستحكم ٬ خپلواكه او سوكاله افغانستان لپاره مرسته روانه ساتي۔ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي دوشنبے كښې’’هارټ آف ایشیا‘‘استنبول پراسېس وزارتی کنفرنس ته خطاب
مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria