پېنډۍ 24 جون (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشېد وئيلي دي مهذبو هېوادونو كښې پرېكړې د ووټ د لارې كېږي په سړكونو نه ٬ مخالفین به د كال 2018 په ټولټاكنو كښې د خپلو لګولو تورونو او مونږ به د خپلو كاميابيو فهرست سره اولس ته مخامخ كېږو٬ حكومت په درې كالو كښې د هېواد معيشت قوي كړې او د هېواد پرمختګ او خېرښګړې له ئې ګڼ شمېر ګامونه پورته كړي٬ د توان نويو منصوبو په سوب به د كال 2017 تر پائې د لس نه تر 12 زره مېګاٶاټ برېښنا نظام كښې شامله كړې شي ٬ صنعت به وده وكړي او د روزګار به موقعې پېدا شي٬ په آمريت كښې پاكستان ته ډېر ??يا?? رسېدلې٬ هېواد دوه ټوټې شوې٬ ترهه ګر??٬ كلاشنكوف كلتور وده كوندې ٬ آزاد صحافت او جمهوريت لازم او ملزوم دي٬ د آزاد صحافت په شتوالې كښې جمهوريت ته ??يا?? نشي رسېدې٬ د نوي كل روښانه سباٶن د جمهوري نظام او پرمختللې پاكستان سره تړلې دې ٬ په كال 2018 كښې به د 2013 په مقابل كښې ښه پاكستان اولس ته سپارو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پېنډۍ پرېس كلب كښې د خبريالانو په درناوي كښې د پشنمي مېلمستيا ته وكړه۔ په دې موقع سناتورر چوهدري تنویر خان ، ډاکټر جمال ناصر ،سرادر نسیم ،شاهد ګېلاني ،د پرېس كلب صدر شکیل انجم ، شکیله جلیل ، اقبال ملل ، افضل بټ ،بلال ډار ، فاروق فېصل ،علی رضا علوی ،عمران یعقوب ډھلو او خبريالان هم موجود وو۔
مهذ بو هېوادونو كښې پرېكړې د ووټ د لارې كېږي په لارو نه
مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز