بجټ 23-2022
قامي اسمبلۍ 10 جون 2022
***
نحمده و نصلی علی رسوله الكريم
بسم الله الرحمن الرحيم
****
وړومبۍ برخه
جناب سپيكر
زما لپاره دا خبره د اعزاز وړ ده چې زه په ايوان كښې د اتحادي حكومت وړومبے بجټ وړاندې كوم. دا يو داسې اتحاد دے كوم چې په تېرو ټاكنو كښې د اولسي رائے د 60 فيصده نه زيات ملاتړ لري. په دې حكومت كښې د وفاق د ټولو برخو نمائندګي ده ځكه د هېواد د معيشت په حقله شوې ټولې پرېكړې د قام قوي ملاتړ لري.
حكومت د تېرو پاؤكم څلورو كلونو د خرابۍ كاركردګۍ په وجه د راپېدا شوي بدتره معاشي صورتحال ښه كولو مشكل چېلنج سره مخ دے۔ معلومه نه ده چې تېر حكومت پرله پسې تر پاؤكم څلور كالو د پاكستان او اولس نه د كوم څيز بدل اخستو۔ د دوي د نادانۍ په سبب سماجي ډهانچه ځپلې شوې٬معاشي پرمختګ اودرېدلے او قامي اتحاد تتربتر شوے۔په دې موده كښې معاشي بداانتظامي بام ته رسېدلې وه او د دغې په وجه عام وګړې سخت ځپلې شوي۔د روپۍ په قدر كښې ډېر كمے راغلے او د دې په بنا د هر څيز بيعه لوړه شوې دغسې د غريب او د متوسط طبقې ژوند ګران شوے۔
په تېرو پاؤكم څلور كلونو كښې يوې ناتجربه كارې ډلې خوږ وطن تباهۍ ته رسولے ٬هر كال به يو نوي كس بجټ وړاندې كولو او هر كال بلكې د هر كال په مهال به د حكومت معاشي پالېسي بدلېده او د دې په وجه د سرمايه كارو او د پرمختيائي شراكتدارو اعتماد ته زيان ورسېدو۔دغه خلق د خبرې كولو او بيا د منكرېدو ماهران دي۔د پاكستان اولس په هر پړاؤ د هغوي اغستې يوټرن كتلې وو خو هغوي د خپل عادت نه مجبور وو او د نړيوالې ټولنې او نړيوالو مالياتي ادارو په وړاندې ئې هم پرله پسې د دريځ بدلولو عادت خپل كړے ؤ ځكه د آئي اېم اېف پروګرام كوم چې سږ كال ختمېدونكے ؤ ۔په فرورۍ كښې معطل شوے و او بنيادي اصلاحات كوم چې په كال 2019م كښې كېدونكې وو لا تراوسه هم نه دي شوي۔
د معيشت سټركچر خرابۍ سمولو لپاره د بنيادي اصلاحات ضرورت وي او د دې يو فوري منفي غبرګون هم رامخې ته كېږي ٬ خو معيشت به په قوي بنيادونو اودرولے شي۔تېر حكومت د داسې اقدامات څخه سترګې پټولې ځكه هغه ټول اصلاحات مؤخر شول او په وجه يې نن معيشت په خپلو پښو ونه درېدو او خوشحالي زمونږ نه لرې شوه۔
اوسني حكومت سره ډېر كم وخت دے٬مونږ ډېر په آسانۍ سره دا بدلونونه راتلونكې حكومت ته پرېښودلې شول خو په دې كښې د هېواد زيان ؤ ځكه مونږ پريكړه كړې چې هغه ټول بدلونونه به كولې شي ځكه چې معيشت په ناوړه حالت كښې دے ٬مونږ دوه اپشن لرل يو دا چې هېواد مو په دې حالت كښې پرېښودے ؤ او د نوو ټاكنو اعلان مو كړے ؤ خو دې سره به د معيشت بېړه چپه شوې وه او هېواد بېرته په پټلۍ روانول به نور مشكل شوے ؤ ځكه مونږ بله لاره خپله كړه او سختې پريكړې مو شروع كړې ٬دا يوه مشكله لار ضرور ده خو د تل پاې پرمختګ لاره يوازې هم دا ده ٬مونږ وړاندې هم كړي٬مونږ اوس هم كولې شو او مونږ به دا په عملي توګه څرګندوو۔انشاﺀالله
We have done it before, we can do it, we will do it.
مونږ تل قامي مفاد له په خپلو سياسي مفادو ترجيح وركړې٬دا مهال هم زمونږ وړومبې پام لرنه معاشي استحكام ته ده٬زمونږ د معيشت يوه بنيادي مسئله دا پاتې شوې چې زياتره د معاشي پرمختګ شرح 3 او 4 فيصد ترمينځه وي كومه چې زمونږ په آبادۍ كښې د اضافې شرح سره مطابقت نه لري۔د دې په ضد كله چې د معاشي پرمختګ شرح د 5 يا 6 فيصد نه بره لاړه شي نو د كرنټ اكاؤنټ خساره د قابو نه بهر شي۔د دې وجه دا ده چې مونږ معيشت چلولو لپاره امير طبقې ته مراعات وركوو٬دې سره درآمدات زيات شي او برآمدات په ځاې ولاړ وي٬هم دا كار تېر كال هم شوے بلكې تقريبا هر ځل شوے ځكه مونږ له كوم نوې سوچ خپلول وي او د يو قام په توګه به د دې حل راويستل وي۔مونږ له به د معيشت چلولو لپاره د كم آمدن او متوسط طبقې ته مراعات وركول وي٬دې سره به ځايې پېداوار زيات شي او كركيله به هم پرمختګ وكړي۔
مونږ له به د غريب وګړي معاشي حالات سمول وي او غريبانو له به آسانۍ وركول وي چې دغسې آمدن زيات شي٬كله چې د غريب آمدن زيات شي نو هغه داسې څيزونه اخلي كوم چې په هېواد كښې دننه جوړېږي داسې د استعمال په څيزونو خرڅ كړې پېسې سره درآمدات نه زياتېږي خو په هېواد كښې دننه به د معاشي پرمختګ عمل پیل شي داسې كولو سره مونږ په مستقل بنيادونو ځانګړی پرمختګ كولے شو۔
مونږ له به د معاشي پرمختګ بنياد اېښودل وي٬داسې قوي بنياد چې پرې د تل پاتې شرح نمو پياوړې ودانۍ جوړه كړې شي او كومه چې خپل پوره قوت سره په ځاې ولاړه وي۔مونږ ته به د پرمتخګ فارمولا د برآمدات زياتولو له مركوز كول وي۔مونږ ته به د كركيلې آئي ټي او د صنعت برآمدات زياتول وي۔مونږ له به د كركيلې په پېداوار كښې اضافه كول وي او د خپلو برآمدات مسابقت به زياتول وي دغسې چې هغه په نړيواله منډۍ كښې د نورو هېوادونو مصنوعات مقابله وكړي۔مونږ له به كاروباري آسانې ښه كول وي چې دغسې ځايې او بهرني سرمايه كار زيات نه زياته سرمايه كاري وكړي۔مونږ له به د مشينري او خام مال درآمد كولو نه پس د دې په ويليو كښې اضافې سره دا برآمد كول وي دغسې چې څومره درآمدات زيات شي نو چې دې نه څو چنده زيات برآمدات هم زيات شي۔
معاشي صورتحال او منصوبه بندي
جناب سپيكر!
هر چاته معلومه ده چې مونږ د تباه شوي معيشت په سمه لار روانولو سخت چېلنج سره مخ يو٬د تېرو پاؤكم څلورو كلونو په مهال معاشي عدم استحكام روان ؤ ٬د تاريخي ګرانۍ٬د غېر ملكي زرمبادله كشالۍ په زيات لګښت د ډېرو قرضو ترلاسه كول٬لوډشېډنګ او د دې د پاسه د ستونزو په حل كښې پاتې راغلې تېر حكومت د اولس ژوند ستونزو سره مخ كړے او خراب كړے ئې دے ۔
جناب سپيكر!
د تېرو پاؤكم څلورو كلونو د بدانتظامۍ په وجه پاكستان د ګرانۍ په حساب د نړۍ په لويو هېوادونو كښې په درېم نمبر دے٬ 7 نيم كروړه خلق د غربت ژوند په تېرولو مجبور دي٬په دې كښې د دوه كروړه اضافه د تېرو پاؤكم څلورو كلونو په مهال شوې ٬ په دې موده كښې 60 لكه خلق بې روزګاره شوي۔د خپل پاؤكم څلور كاله مودې په مهال پخواني حكومت 20 زره اربه روپۍ قرض اخستے كوم چې د لياقت علي خان او خواجه ناظم الدين نه واخله تر ايوب خان٬ذوالفقار علي بهټو٬محترمه بېنظير بهټو٬ميا محمد نواز شريف٬شاهد خاقان عباسي او جناب سپيكر ستاسو پشمول د ټولو وزيراعظمانو د حكومتونو په 71 كلونو كښې د اخستلے شوو قرضو د 80 فيصد برابر دے۔د دې وجه دا وه چې دوي د آمدن نه زيات خرڅ كړے او د پاكستان د تاريخ څلور لوي د خسارې بجټ يې وړاندې كړي۔د دوي د بجټ اوسط خساره 8.6 فيصد ته نزدې وه۔په دې مهال هر كال تقريبا 5 اربه روپۍ قرض زيات كړے شوے او د روان مالي كال په مهال د 5100 اربه روپو د خسارې توقع ده۔دغسې د برېښنا ګرځينده قرض د 1062 ارب روپو نه په زياتېدو كوم چې مونږ په مئي 2018 كښې پرېښے و٬ اوس 2500 ارب روپو ته رسېدلے او د هېواد په تاريخ كښې د ګاز په څانګه كښې ګرځينده قرض رامخې ته شوے كوم چې په مارچ 22-2021 كښې 1400 ارب روپو ته رسېدلے دے ۔
زما د قائد ميا محمد نواز شريف په دور كښې ګراني د لږې نه لږه شوې وه٬د ګرانۍ شرح تقريبا 5 فيصد ته نزدې وه٬د افراط زر د لږې نه نه لږه شرح 3.9 فيصد رېكارډ كړې شوې وه۔د تېرو پاؤكم څلورو كلونو د بدانتظامۍ په وجه پاكستان د ګرانۍ په مستقل چپه كښې راګېر دے ځكه چې تېر وزيراعظم به وئېل زه د پياز او ټماټرو بيعې كتلو له نه يم راغلے بلكې هېواد عظيم جوړولو لپاره راغلے يم۔ماته معلومه نه ده چې غريب وګړے د ګرانۍ په ژرنده كښې دل كولو سره څوك هېواد څنګه عظيم جوړولې شي۔
زه نه پوهېږم چې د عمران خان حكومت راتللو سره د چينو او اوړو بيعې ولې زياتې شوې٬په كال 2013م كښې د چينو بيعه 55 روپۍ كلو وه او په كال 2018م كښې چې كله مونږ لاړو نو د چينو يو كلو بيعه 53 روپۍ وه٬بيا د كال 2018م نه پس د چينو بيعې وزرې وشوې او زياتېدو زياتېدو سره يې د يو كلو بيعه د 140 روپو نه زياته شوه خو بيا وزيراعظم شهباز شريف راغلو كوم چې دا بيعه 70 روپۍ ته راوسته۔ دغسې مونږ چې كله په كال 2018م كښې لاړو نو د اوړو يو كلو بيعه 35 روپۍ وه كومه چې په نوې پاكستان كښې 80 كلو روپۍ ته ورسېده خو بيا شهباز شريف راغلو او په يوټېلټي سټورونو او په خاص دوكانونو ئې په 40 روپۍ كلو اوړه وركول شروع كړل كله چې مونږ لاړو نو پاكستان چينې او غنم برآمد كول خو اوس مونږ دواړه څيزونه درآمد كوو۔
په تېر دور كښې د ګرانۍ په زياتولو كښې د توان د بيعو هم دخل دے ٬مونږ د توان مسئله تر ډېره حده حل كړی وه٬د توان په دې بحران كښې د بېرته شدت راوستو ذمه وار د پي ټي آئي حكومت دے ٬ چا چې په تېرو پاؤكم څلورو كلونو غلطې پالېسۍ او پريكړې كړي۔دوي زمونږ د اېل اېن جي په ارزانو سوداګانو د دروغو تورنه ولګول او د دغې په وجه دلته ناستو زمونږ ډېرو مشرانو جيلونه تېر كړل٬مونږ به په دې هم راضي وو ٬ كه دوي اېل اېن جي په ارزانه بيعه راوړې وه خو دوي د كووېډ په وجه په ارزانه بيعه د اوږدې مودې لوظ نامې په ځاې په ګرانه بيعه د لنډې مودې خريداري وكړه او په دې وجه مونږ ته هم فوري ضروريات پوره كولو لپاره ګرانه اېل اېن جي اخستل دي۔ سره د دې په مونږ تورونه ولګول شول او زما پشمول زمونږ يو شمېر معزز مشران په زندانونو كښې واچول شول، بلكې زمونږ خوئيندې او مئيندې هم په دې شاملې كړې شوې او دوي نن هم په عدالتونو كښې وړاندې كېږي.
د فرورې په آخره كښې كله چې د عمران خان حكومت ته معلومه شوه چې د دوي د رخصتې ورځې رانزدې دي نو دوي د اتحادي حكومت په لار كښې د خنډ اچولو هڅه وكړه كومه چې په اصل كښې د پاكستان رياست معيشت لپاره مائينونه وو. په كوم ډول چې د پېټرول او ډيزل په بېعه كښې كمے وكړے شو او د پاكستان د حكومت خزانې قرض غوښتو. د دوي د دې اقدام په وجه زمونږ رياست يو سنګين اقتصادي بحران سره مخ شو چې ترې د وتلو هڅې ئې لا هم روانې دي.
وزيراعظم شهباز شريف د پېټرولم بېعې تر مخه د كم امدن طبقې ته د تحفظ وركولو پرېكړه كړې. د ده په هدايت د مياشتې د 40 زره روپو نه د كم امدن كورنيو سره د مياشتنې د دوه زره روپو مرستې كولو پرېكړه شوې كومه چې د جون 2022م نه نافذالعمل ده. دې سره به تقريباً د 8 كروړ نه زياتو خلقو ته ګټه ورسي. دا مرسته د مالي كال 23-2022 په بجټ كښې شامله كړې شوې. په دې كښې ضروري نه ده چې چا سره موټر سائيكل يا كار وي بلكې هغه اولس چې په بس كښې سفر كوي، هغه د دې څخه استفاده كولې شي. كوم مستحق كسان چې په بي آئي اېس پي كښې د وړاندې نه رجسټرډ دي ، دوي ته د جون په مياشت كښې دوه زره روپې اضافي ادائيګي په خپله كولې شي. په دې كښې 60 لكه كورنۍ شاملولې شي كومو ته به چې هره مياشت دوه زره روپې وركولې شي.
د كال 2013م نه تر كال 2018م د پاكستان په كرنسې كښې استحكام و، خو بيا د انتهائي درجې د معاشي بدانتظامې په بنا د كال 2018م نه تر كال 2022م د روپې په قدر كښې تقريباً 61 فيصد كمے راغلو كومه چې د ډالر په مقابل كښې د 155 روپو نه 189 روپو ته ورسېده او د بدانتظامې د آفټر شاكس په وجه ئې د 200 حد هم تېر كړو. خو مونږ كرنسې ته استحكام وركولو لپاره ټول ضروري اقدامات كړي او امېد دے چې انشاالله اوس به زمونږ روپۍ مستحكمه وي.
بجټ ويژن او اقتصادي ترجيحات:
جناب سپيكر
د بجټ تفصيلات بيانولو نه وړاندې د حكومت په سوچ او ترجيحات خبره كول غواړم
وزيراعظم غواړي چې په دې سخت وخت كښې اولس ته د زيات نه زيات ريليف وركړے شي ، په خاص توګه هغه غريب اولس ته كوم چې د ګرانې په دې طوفان كښې د مقابلې سكت نه لري. دې مقصد لپاره حكومت د مرستې او سبسډې يو شمېر اقدامات كړي خو داسې په مستقل بنيادونو كولو لپاره به مونږ ته ذريعې وركول وي. دې مقصد لپاره هم دا طريقه ده چې په هائي انكم ارننګ سپېشل ټېكس ولګولې شي او دغسې چې د دولت رخ د غريب اولس پلو واړولې شي. دې مقصد لپاره په آمدن ټېكس يا په داسې څېزونو دې ټېكس ولګولې شي كوم چې د زيات امدن خلق استعمالوي كوم چې متوسط طبقه او غريب اولس كم استعمالوي.
جناب سپيكر
زمونږ د حكومت د بجټ فلسفه دا ده چې مونږ به يو خوا په زرعي پېداوار كښې اضافه كوو چې دغسې نه يوازې د كر زمكه زياته شي بلكې د يو اېكړ په پېداوار كښې هم اضافه وشي. په خاص توګه د خوراكي تېلو پېدا كوونكو فصلونو لكه جوار، نمرپرست او د كېنولا په كرونده كښې دې اضافه وكړې شي چې دغسې په زرعي درآمدات كښې كمے وشي او د جاري اخراجات په خساره كښې هم كمے راشي. بل خوا مونږ به داسې صنعتونو ته پرمختګ وركوو چې پېداوار ئې برآمد كړے شي. داسې به مونږ ته قېمتي زرمبادله په لاس راشي او د بهرنيو ادائيګو توازن په قوي بنيادونو سمولو له به مرسته تر لاسه شي.
جناب سپيكر
د نوې محصولاتو سره سره دا هم ضروري ده چې كوم محصولات په دې وخت كښې ترلاسه كولې شي٬د دې انتظام دې ښه كړے شي٬كه په محصولات كښې غلا ختمه كړی شي كومه چې د تېرو پاؤكم څلورو كلونو په مهال زياته شوې وه نو تر ډېره حده اضافي وصولي كېدې شي۔دې سره سره مونږ د نان ټېكس ريونيو زياتولو هڅې هم كوو۔
كفايت شعارۍ لپاره اقدامات:
جناب سپيكر
كفايت شعارۍ ته زمونږ حكومت پام لرنه كوي ٬د حكومت په خرڅونو كښې كمے د دې بجټ برخه ده٬مونږ په دې لړ كښې كوټلي اقدامات كوو٬يوازې خبرې نه كوو۔د ګاډو په اخستل به مكمل بندېز وي٬د پرمختيائي پروژو نه علاوه د فرنيچر په اخستو مكمل بندېز لګولے شوے۔د كابينې او سركاري اهلكارو د پېټرول حد 40 فيصد كم كړے شوے۔د حكومت په خرڅ د لازمي بهرنيو دورو نه علاوه به په ټولو دورو به بندېز وي۔
جناب سپيكر
په بجټ كښې د پنشن په مد كښې په راتلونكي مالي كال كښې د 530 اربه روپو تخمينه ده ٬ د نورو هېوادونو پشان مونږ پنشن فنډ جوړوو٬كوم لپاره چې رقم جاري كړے شوے۔
Macro-economic Framework
د وزيراعظم وژن له مخې معيشت د پرمختګ په لاره روانولو لپاره زمونږ ډلې د مينځنۍ مودې ميكرو اكنامك فريم ورك وضعه كړے٬ زه كامل باور لرم چې د دې لارې به په سمه لاره د معيشت روانولو كښې كاميابي ترلاسه شي۔
مونږ لپاره لوي چېلنج د كرنټ اكاؤنټ خسارې نه بغېر نمو ترلاسه كول دي ځكه راتلونكې كال د توازن خرابولو نه بغېر به كم نه كم 5 فيصده نمو ترلاسه كولې شي دغسې جي ډي پي به د 67 كهرب روپو نه د راتلونكي مالي كال په مهال 78.3 كهربه روپو ته ورسولې شي۔
افراط زر:په دې وخت كښې افراط زر 11.7 فيصد دے كوم چې د تېرو لسو كلونو په مقابل كښې تر ټولو زيات دے٬حكومت ته معلومه ده چې غريب اولس د ګرانۍ په ژرنده دل كېږي۔مونږ مانيټري پالېسي او فسكل پالېسي ښه كولو سره د ګرانۍ كمولو هڅې كوو۔په راتلونكي مالي كال كښې به افراط زر كمو كړے شي او 11.5 فيصد ته به راوستلے شي۔
اېف بي آر ټيكسز:د ايمرجنګ ماركيټ په هېوادونو كښې د ټېكس شرح د جي ډي پي تقريبا 16 فيصد ده خو په پاكستان كښې په دې وخت كښې دا شرح 8.6 فيصد ده٬د راتلونكي مالي كال په مهال دا شرح 9.2 فيصد ته د وړلو تجويز دے۔په 18-2017 كښې مونږ دا شرح 11.1 فيصد ته رسولې وه۔
مجموعي خساره: مجموعي خساره كومه چې سږ كال د جي ډي پي 8.6 فيصد ده په دې كښې به كمې راوستلے شي۔د راتلونكي مالي كال په مهال به په دې د كمې نه بس دا 4.9 فيصد كولې شي۔ هم داسې مجموعي پرائمري بيلنس كوم چې د جي ډي پي منفي 2.4 فيصد دے په دې كښې به بهترۍ سره په راتلونكي مالي كال كښې دا مثبت 0.19 فيصد ته راوستلے شي۔
تجارتي خساره:زمونږ حكومت په برآمدات كښې اضافې لپاره مهم اقدامات كوي او د درآمدات په زياتېدونكي رجحان د قابو موندلو هڅې كوي چې دغسې تجارتي توازن راوستلے شي او د ډالر د بيعو ټاكنه په خپله په سمه لاره روانه شي٬درآمدات كوم چې په دې وخت كښې تر 76 ارب ډالرو متوقع دي۔راتلونكي كال كښې به د كمي نه بس 70 ارب ډالرو كچې ته راوستلې شي٬برآمدات كوم چې په دې وخت كښې د 31.3 ارب ډالرو دي۔په راتلونكي مالي كال كښې به 35 ارب ډالرو ته د رسولو اقدامات كولې شي۔دې سره به كرنټ اكاؤنټ بيلنس د جي ډي پي د منفي 4.1 فيصد څخه په راتلونكي مالي كال كښې د جي ډي پي منفي 2.2 فيصد ته راوستلے شي۔
ترسيلات زر: سږ كال به ترسيلات زر د 31.1 ارب ډالرو رېكارډ شي٬په راتلونكي مالي كال كښې ترسيلات زر 32.2 ارب ډالرو ته د رسېدو امكان دے۔
قامي پور: سږ كال به په انټرسټ پيمنټ كښې ټول اخراجات 3144 ارب روپۍ وي چې پكښې ډوميسټك انټرسټ پيمنټ 2770 ارب روپۍ او ايكسټرنل انټرسټ پيمنټ د 373 ارب روپو اندازه ده٬د راتلونكي كال په مهال په دې مد كښې ټوله ادائيګي د 3950 ارب روپو كولو تخمينه ده چې پكښې به 3439 ارب روپۍ په كورنۍ او 511 ارب روپۍ په غېر ملكي پور خرڅ كولې شي۔
پبلك ډېټ كوم چې 18-2017 كښې 25000 ارب روپۍ ؤ په مارچ 2022 كښې 44365 ارب روپو ته رسېدلے كوم چې د جي ډي پي 72.5 فيصد دے٬مونږ د مالي كال په آخري دوو مياشتو كښې په اخراجات كښې د كمي د لارې په قرض كښې د اضافې رفتار كم كړے۔د قانون له مخې حكومت د پور اخستو حد د جي ډي پي 60 فيصد مقرر كړے ۔
په اېف آر ډي اېل اے 2005 كښې به د بدلون د لارې د خزانې وزارت د ډېټ منيجمنټ آفس ماهرين وركوي۔وظيفه ترسره كولو لپاره د دوي په مېنډېټ او اختيارات كښې اضافه كولې شي چې دغسې د قرضونو انتظام په مناسب بنيادونو اودرولے شي۔دلته زه ايوان خبرول غواړم چې پخواني حكومت د ډېټ ري پروفائلنګ په وخت په كال 2029 كښې د 5400 ارب يعني 5 لكه 40 زره كروړ روپو يوځاې ادا كولو منصوبه جوړه كړی وه۔تصور وكړې چې ټول ډوميسټك مني ماركيټ يو ځل دومره د لوي رقم بندوبست كولے شي؟
بجټ اقدامات
جناب سپيكر
د بجټ ايلوكېشن د خاص خاص خبرو نه وړاندې تاسو ته د محصولات او خرڅونو جائزه وړاندې كوم۔
اوس زه د بجټ ځينې خاص اقدامات بيانوم
روان مالي كال كښې به د اېف بي آر ريونيو 6000 ارب روپۍ وي چې پكښې د صوبو برخه 3512 ارب روپۍ پاتې شوې۔د وفاق نېټ ريونيو 3803 ارب روپۍ وه۔
هيله ده چې د وفاقى حكومت نان ټېكس ريونيو به 1.315 اربه روپۍ پاتې شي۔ ټول اخراجات به 9.118 اربه روپۍ وي۔ د پي اېس ډي پي اخراجات به 550 اربه روپۍ وي۔ د ډبټس سروسنګ په مد كښې به 3144 اربه روپۍ مصرف كولې شي۔
په ډيفنس به 1450 اربه روپۍ مصرف كولې شي٬ د فېډرل ګورنمنټ اخراجات 530 اربه روپۍ ٬ په پنشن به 525 اربه او د سبسډيز په مد كښې به 1515 اربه روپۍ مصرف كولې شي او د ګرانټ په مد كښې 1090 اربه روپۍ مصرف كولې شي۔
راتلونكي كال د اېف بي آر ريونيو تخمينه 7004 اربه روپۍ ده په كومه كښې چې د صوبو برخه 4100 اربه روپۍ ده۔ وفاقي حكومت سره به نېټ ريونيو 4904 اربه روپۍ وي٬ د نان ټېكس رېونيوز به 2000 اربه روبۍ وي۔
د وفاقي حكومت د ټولو اخراجاتو تخمينه 9502 اربه روپۍ د په كومو كښې به چې په ډبټ سروسنګ 3950 اربه روپۍ مصرف كولې شي او راتلونكي كال پي اېس ډي پي لپاره د 800 اربه روپو بجټ بېل كړې شوې دې۔ د هېواد دفاع لپاره 1523 اربه روپۍ او د سول انتظاميې اخراجات لپاره 550 اربه روپۍ بېلې كړے شوے۔ اولس ته سهولت وركولو لپاره ټارګټډ سبسډيز 699 اربه روپۍ اېښودلې شوې او د ګرانټ په صورت 1242 اربه روپۍ اېښودلې شوي ۔ په كومو كښې چې د بي آئي اېس پي ٬ بېت المال او نورو محكمو ګرانټس شامل دي۔
بے نظير انكم سپورټ پروګرام:
34- اوس زه د خپلو بې وزلو خوېندو وروڼو لپاره د پورته كېدونكو ګامونو ذكر كوم۔ دې لپاره مونږ د بے نظير انكم سپورټ پروګرام رقم زيات كړے كوم چې په كال 22-2021 ﺀ كښې 250 اربه روپۍ و٬ د كال 23 – 2022 ﺀ په بجټ كښې دا 364 اربه روپۍ ته رسولے شوے۔ دې سره سره 12 اربه روپۍ په يوټېلېټي سټور كارپورېشن د څيزونو سبسډي له بېلې كړې شوي او 5 اربه اضافي رقم د رمضان پېكج په توګه اېښودلې شوي۔
35- په راروان مالي كال كښې به د بي آئي اېس پي لاندې 90 لكه كورنيو ته د بے نظير كفالت كېشن ټرانسفر پروګرام آساني ترلاسه وي۔ دې لپاره 266 اربه روپۍ اېښودلې شوي۔
36- د بے نظير تعليمي وظائف پروګرام دائره به تر يو كروړ كوچنيانو پراخه كولې شي٬ دې مقصد لپاره د 35 اربه نه د زياتېروپۍ اېښودلې شوي۔
37- نور لس زره زده كوؤنكو ته به بے نظير انډر ګرېجوېټ سكالرشپ وركولې شي ٬ دې لپاره د 9 اربه روپو نه زياتې بېلې كړې شوي۔
38- بے نظير نشوونما پروګرام به ټولو ضلعو ته غزولے شي په دې نزدې 21.5 اربه روپۍ مصرف كولې شي۔
39- دې سره سره 6 اربه روپۍ د مستحقو وګړو درملنو او مرستې لپاره په پاكستان بېت المال كښې اېښودلې شوي ۔
توان
جناب اسپيكر
40- اولس او صنعت وتجارت لپاره توان بنيادي اهميت لري۔ دې څانګو او اولس لپاره مونږ د خپلو درېو مياشتو په مهال د 214 اربه روبۍ سبسډي وركړې ددغسې چې د تېر حكومت د بقاجات په بوج كښې كمےراشي۔ د راروان مالي كال په مهال به په دې مد كښې د 570 اربه روپۍ اېښودلې شي دغسې چې د ګرمۍ د سخت موسم په مهال اولس د برېښنا خرڅ برداشت كړے شي۔
41- د پټروليم په څانګه كښې مونږ د بقايا جات ادائيګۍ له 248 اربه روپۍ جاري كړي اور راروان مالي كال لپاره مو 71 اربه روپۍ بېلې كړي۔ مونږ به ډېر زر د ګېس نوې بيعې اعلان كړو چې له مخې به يۍ صنعتونو ته به د سيمې د نورو هېوادونو په مقابل كښې په كمپېرېټيو رېټس د ګاز رسنه باوري كولې شي۔
تعليم
جناب اسپيكر
42- د يو شمېر مالي مجبورو او د دې حقيقت باوجود هم چې دا څانګه اوس صوبو ته منتقل كړې شوې دمونږ اېچ اي سي لپاره كرنټ بجټ كښې 65 اربه روپۍ بېلې كړي۔ دې سره سره 44 اربه روپۍ د اېچ اي سي پرمختيائي سكيمونو له اېښودلې شوي كوم چې د تېر كال په مقابل كښې 67 فيصده زياتې دي۔
43- د اېچ اي سي بجټ كښې بلوچستان او ضم شوو ضلعو لپاره 5000 شكالرشپس شامل دي۔ د بلوچستان ساحلي سيمو لپاره بېل سكالرشپ سكيم هم شته۔ په ګرد هېواد كښې زده كوؤنكو 100 زره لېپ ټاپ به په آسانو قسطونو وركولې شي۔ د انجنيئرنګ او ټېكنالوجي زده كړې اپ ګرېډ كولو له هم فنډز اېښودلے شوي۔
كركيله او فوډ سېكورټي
جناب اسپيكر
44 كركيله د هېواد معيشت لپاره د ملا د تير حېثيت لري۔ د نورو اقداماتو سره سره مونږ د فصلونو او چوپايو پېداوار زياتولو له 21 اربه روپۍ اېښودلي دغسې چې پېداوار زيات كړے شي۔ د فوډ سېكيورټي وزارت د پلاننګ كمېشن او د صوبو مرستې سره يو درې كلن ګروت سټرېټېجي ترتيب كړې۔ ددې حكمت عملۍ مقصد پېداوار زياتول ٬ خلق سوكاله كول ٬ د موسميات بدلونونو د اثرات مخنيوے كول ٬ سمارټ كركيلې ته وده وركول ٬ په خپلو پښو اودرېدل ٬ وېليو اېډيشن او اګرو پراسسنګ دے۔
ځوانانو لپاره اقدامات
جناب سپيكر
45- ځوانان د هېواد د يوې مهمې سرمايې حېثيت لري۔ نېشنل يوتھ كمېشن به جوړولې شي۔ ځوانانو لپاره بېل سكيمونه اېښودلې شوي۔ د هېواد په پرمختګ كښې د ځوانانو كردار زياتولو له يو په زړه پورې نظام رامخې ته كولې شي۔ د يوت اېمپلائمنټ پالېسۍ لاندې به د روزګار تر نزدې 20 لكه موقعو د ځوانانو رسنه باوري كولې شي۔ ځوانانو كښې د كاروبار رجحان ته وده وركولو له به 5 لكه د سود نه پاكې او تر دوه نيم كروړه روپو قرض په آسانو شرطونو وركولې شي۔ په قرض سكيم كښې د مېرمنو كوټه 25 فيصده تجويز كړې شوې ۔ په ګرد هېواد كښې به يوتھ ډوېلپمنټ سنټر جوړولې شي۔
46 – د دې د لارې به ځوانان يو انټېګرېټډ جاب پورټل ته رسنه او دې سره اړونده لارښوونه ترلاسه كولې شي۔ ماحولياتي اثرات ترمخه او د ځوانانو مثبت هلې ځلې روانې ساتلو له به ګرين يوتھ موومنټ پېل كولې شي۔ د مېرټ په بنياد وېړيا لېپ ټاپ وركولو او هر چاته په آسانو قسطونو لېپ ټاپ وركول او 250 مني اسپورټس اسټېډيم جوړولو له به روپۍ بېلولې شي۔ د ځوانانو د صلاحيتونو ډاډګيرنې له انوېشن ليګ هم جوړ كړے شوے۔ دغسېد 11 كالو عمر ځوانانو له ټېلنټ هنټ او اسپورټس ډرائيو پروګرام جوړ كړے شوے۔
جناب اسپيكر
صنعت وتجارت
47- صنعت كوم هم هېواد لپاره زيات ضروري دے۔ په كارخانو كښې جوړېدونكي څيزونه نه يوازې دا
چې برآمد كولې شي بلكې دې سره ملكي ضروريات هم ترسره كېږي او د لكھونو په شمېرو وګړو د روزګار سبب جوړېږي۔ د دې اهميت تر مخه د صنعت او پېداوار وزارت د پرمختيائي بېنك په مرسته په صنعتي پالېسۍ كار پېل كړے۔
48 تېر كال څخه اېكسپورټرز ته د ډي اېل ټي اېل بقاياجات ادائيګي ډېره په قلار پاتې شوې ۔ وزيراعظم هدايت كړے چې د اېكسپورټرز ټول كلېم دې په سمدستي توګه ادا كړے شي۔ دا مهال د سټېټ بېنك آف پاكستان تصديق شوې 40.5 اربه روپۍ واجب الادا دي۔ مونږ دا رقم په سمدستي توګه ادا كوؤ۔ دغسې د مالي ستونزو باوجود د سېلز ټېكس ري فنډز هم فوري ادائيګي كولې شي۔ صنعتكارانو ته پرله پسې برېښنا وركولو له انډسټريل فيډرز به لوډشېډنګ څخه مستثنی كولې شي۔
سرمايه كاري :
49- هېواد كښې د سرمايه كارۍ ودې له په يوه نوې تګلاره باندې كار كولې شي چې ورسره به سرمايه كار دوسته ماحول رامخې ته شي او كړكېچنه تګلاره به ختمه شي۔ زمونږ حكومت عامو وګړو او غېر ملكي سرمايه كارو لپاره ډېسپيوټ رېزلوشن مېكنزم كښی اصلاحات راوړي۔ دا خبره به باوري كولې شي چې دا نظام ارزان ٬ ساده او فعاله وي۔
50- په دې لړ كښې به انټرنېشنل بېسټ پرېكټسز خپلولې شي په كوم كښې به چې د شخرو د متبادل حل نظام هم شامل وي۔ دا اصلاحات به داعلی عدالتونو مشاورت سره راوړلې شي دغسې چې په دې په وخت عمل وكړے شي۔
51- تېر حكومت يو هم نوې سپېشل اكنامك زون نه دې جوړ كړېے٬ تر كال 2018ﺀ د سي پي اي سي لاندې د انفراسټركچر زيات كار بشپړ شوےؤ او اوس معيشت لپاره كارول ضروري دي۔ د چين حكومت سره دا خبره شوې وه چې د سي پي اي سي په روټ به 9 سپېشل اكنامك زون جوړولې شي په كومو به چې د چين او نورو هېوادونو سرمايه كارو ته د كارخانو لګولو آساني وركولې شي۔
52- وزيراعظم شهباز شريف هدايت كړے چې خېبر پختونخوا كښې د رشكۍ ٬ پنجاب كښې د لاهور او سندھ كښې د دھابے جي په مقام سپېشل اكنامك زون ته په سمدستي توګه برېښنا او ګاز وركولو سره به په اولني فرصت كښې چالو كولې شي۔
كلتور او د فلم انډسټري وده:
53- په سېلګرۍ كښې زياتوالي ٬ معاشرتي او سماجي تنوع ٬ په نړيواله كچه د پاكستان كلتور او تشخص كښې بهتري راوستلو له فلم او كلتور ٬ ورثه ٬ ډرامه او فنون لطيفه ته وده وركول لازمي دي۔ په كال 2018ﺀ كښې د هېواد په تاريخ كښې اولنې فلم او كلچر پالېسي زمونږ په دور كښې د كابينې لخوا منظور كړې شوې وه۔ د بده مرغه تېرو څلور كلونو څخه په دې عمل ونكړے شو او دې كښې كوم تقدم رامخې ته نه شو۔ په كال 2018 كښې فلم ته د صنعت درجه وركړې شوه۔ د يو ارب كلن لګښت سره بائندنګ فلم فنانس كولو سره سره فنكارانو لپاره ميډيكل انشورنس پالېسي پېل كولې شي۔
54- سنېما او پروډيوسرز آمدن ته به انكم ټېكس څخه استثنی وركولې شي۔ د يو ارب لګښت سره به د نېشنل فلم انسټي ټيوټ او فلم پروډكشن فسېلټي سره سره نېشنل فلم سټوډيو هم جوړولې شي۔ غېر ملكي فلم جوړونكو ته په ځائي كچه د فلم او ډرامې په شريكو منصوبو ري بېټ وركوؤ۔ په دوئي به د 70 فيصد موادو په پاكستان كښې د شوټنګ شرط لاګو وي دغسې چې د ماركيټنګ سره سېلګري او كلتور زياته شي او د روزګار ٬ د ځوانانو هنرمندۍ په شمول كاروباري هلې ځلې زياتې شي۔
55- په ډسټري بيوټرز او پروډيوسرز لګولې شوې 8 فيصده ود هولډنګ ټېكس ختمولې شي۔ فلم او ډرامو لپاره مشينري ٬ آلات او نور سامان به كسټ ډيوټي څخه پنځه كلونو لپاره مستثنی كولې شي۔ د فنانس بل 2022ﺀ د لارې كسټم اېكټ 1969ﺀ ٬ فنانس بل 2018ﺀ كښې بدلون كولو سره نوې فلم ډرامو لپاره د آلات په راغوښتلو سېلز ټېكس صفر او انټرټېنمنټ ډيوټي ختمولې شي۔ دې اقدامات سره به ملكي فلمي صنعت بحال او نړۍ سره د پاكستان د ابلاغ قطع شوې لړۍ يو وارې بيا بحال شي۔
پبلك سېكټر ډوېلپمنټ پروګرام
جناب سپيكر
56- وفاقي پروګرام لپاره 800 اربه روپۍ ایښودلې شوي۔ كال 18 – 2017ﺀ كښې مونږ وفاقي پرمختيائي بجټ 1000 اربه روپۍ پرېښودلې ؤ ۔ اوس چې مونږ حكومت ترلاسه كړے نو دا نزدې نيم پاتې شوے۔
57- وفاقي حكومت له به خپل آمدن سره داسې انفراسټركچر جوړول وي كوم چې د هېواد په ګټه وي۔ دې خلقو غفلت او د غېر ذمه وارۍ څرګندونه كولو سره په ګوادر بندر ځائې كار بند كړے۔ ګوادر كوم چې د دې سيمې د ژورو اوبو بندر ځائې دے٬ دا وخت د شګی او خاورې نه ډك دے۔
58 – پي ټي آئي حكومت د نواز شريف په هېواد كښې د موټروے جال خپرولو وژن ته هم زيان ورسولو۔ دغسې هغه د اېم اېل -1 عصري جوړولو له د مياں محمد نواز شريف د خوب رښيتا كولو په لاره كښې خنډان اودرول او د پاكستان مخ په وړاندې تللو له يۍ دا مهمه منصوبه پېل نه كړه۔ هغه پو كم څلور كله تشې خبرې وكړې او د قام قيمتي وخت يۍ ضائع كړو۔
تمهاري تو فقط باتېں هېں هم نے كام كرنا هے
نه بھولو فرق جو هے كهنے والے ٬ كرنے والے مېڼ
ته كوې خبرې تشې مونږ له كار كول دي ډېر
فرق د دې دواړو منځ كښې چرته تانه هېر نه شي
59- اوس زه د پرمختيائي پروګرام ترجيحات وړاندې كوم:
مونږ به د روانو منصوبو ترسره كولو ته خاص پام لرنه كوؤ دغسې چې په دې مصرف كړې شوې رقم ضائع نه شي۔
سره د دې چې د بلوچستان آبادي كمه ده ددغې په پرمختګ به زيات رقم مصرف كولې شي دغسې چې بلوچستان د هېواد د نورو برخو كچې ته راوستلې شي۔
صوبو او خاص سيمو (آزاد كشمير او ګلګت بلتستان) لپاره په پي اېس ډي پي كښې 136 اربه روپۍ اېښودلې شي۔
اوبه ذخيره كوؤنكي ډېمونه زمونږ تر ټولو لويه ترجيح ده۔ د وزيراعظم امر له مخې مومند ډېم او ديامير بھاشا ډېم د وخت نه وړاندې ترسره كولو له اضافي رقم بېلولے شي۔
د چين پولې څخه د دواړو بندرځايونو يو بل سره د تړونكو لارو لړۍ به بشپړولې شي۔
د سي پي اي سي لاندې انفراسټركچر او د اقتصادي زونز منصوبو كښې تندي راوستلو سره د ملي پرمختګ رفتار زياتولو او برآمدات كښې اضافې ته به پام ګرځولې شي۔
انفراسټركچر
60- لكه د تل د هېواد د ضرورتونو له مخې د انفراسټركچر ترقي زمونږ ترجيح ده۔
په مجموعي توګه دې لپاره 395 اربه روپۍ اېښودلې شوي۔
توان/برېښنا:
د برېښنا پېداوار ٬ د تقسيم نظام ښه كول د حكومت ترجيح ده۔ د برېښنا څانګې لپاره 73 اربه روپۍ وركړې شوي په كومو كښې به چې 12 اربه روپۍ د وزيراعظم د اعلان له مخې د مومند ډېم زر تر زره په بشپړولو مصرف كولې شي۔ د اوبو دا ذخيره به كركيلې لپاره كارولې شي۔ د دې منصوبې زر تر زره پايې ته رسېدو سره به كردونده ګرو ته ګټه ورسي۔
آبي وسائل:
2 – توان سره تړلې څانګه د آبي وسائلو ده۔ ديامر بھاشا ٬ مومند ٬ داسو ٬ نئي ګاچ ډېم او كمانډ اېريا پراجېكټس لپاره بجټ كښې د 100 اربه روپۍ شاملې كړې شوي ۔ د توان او آبي وسائلو پراجېكټ يو بل سره تړلي دي كومو لپاره چې 183 اربه روپۍ اېښودلې شوي ۔
ټرانسپورټ او مواصلات:
د سترو لارو او بندر ځايونو لپاره 202 اربه روپۍ اېښودلې شوي ۔ اولس ته د مواصلات آسانۍ وركولو سره نه يوازې صنعت او تجارت پرمختګ كوي او كسانانو ته تر منډيانو رسنه كښې آساني ترلاسه كېږي بلكې دې سره عامو وګړو لپاره د روزګار د لكھونو په شمېر موقعې هم رامخې ته كېږي۔ مونږ په تېره وخت كښې موټروېز جوړې كړې كومې چې نن د لكھونو په شمېر خلق د روزانه په بنياد كاروي۔ د حكومتي سرمايه كارۍ سره سره مونږ د سترو لارو جوړولو له غېر سركاري سرمايه هم كاروؤ۔ د نجي څانګې اشتراك سره به د سترو لارو جوړولو ته لا وده وركولې شي۔
جناب اسپيكر
سوشل سكېټر:
پاكستان د اېس ډي جي اېس سېګنېټري دے او د اېس ډي جي د هدفونو سر كول هڅې كوي۔ د اولس ژوند آسانولو او د انډر پرېوېلجډ اولس خذمت لپاره د 70 اربه روپو زيات رقم بېل كړے شوے۔ دې نه ځانله په سماجي څانګه كښې يو شمېر نورو سكيمونو له 40 اربه روبۍ اېښودلې شوي۔
زده كړې او ځوانانو لپاره پروګرام:
زمونږ حكومت د روانو منصوبو بشپړولو ته پام لرنه كوي۔ بجټ كښې د لوړو زده كړو منصوبو لپاره د 51 اربه روپو اېښودلو تجويز دے۔
روغتيا:
اولس ته د روغتيا غوره خذمات رسولو ٬ د يو شمېر متعدي رنځونو مخنيوي او په دې قابو موندلو ٬ د طبي آلات رسولو او د وېكسينېشن او روغتيا ادارو د كار په صلاحيت كښې اضافې لپاره 24 اربه روپۍ بېلې كړې شوي۔
ماحولياتي بدلون :
په دې سخت وخت كښې هم مونږ د ماحولياتي بدلون اهميت نه غافل نه يؤ۔ په دې قابو موندلو له 10 اربه روپۍ اېښودلې شوي ۔ په دې كښې د شجركارۍ او قدرتي چاپېريال ښه كولو منصوبې شاملې دي۔
جناب سپيكر
سائنس وټېكنالوجي او آئي ټي:
حكومت د آئي ټي څانګه كښې تريبه وركولو ٬ زلمو ته لېپ ټاپ وركولو ٬ نېټ ورك ښه كولو او آئي ټي برآمدات ته وده وركولو له 17 اربه بېلې كړې دي۔
كركېله او فوډ سيكورټي:
9- زرعي څانګه كښې جدت او د مشينانو استعمال زياتولو٬ په لېزر د زمكو هوارول٬ په اوبه خور كښې جدت راوستل٬ معياري تخمونه وركول او د زرعي پېداوار برآمد لپاره 11 اربه روپۍ اېښودې شوي۔
صنعت او زرعي پېدوار:
10۔ خاص اقتصادي زونز لپاره ضروري انفرسټركچر او سروسز وركولو لپاره اقدامات د راتلونكي كال په منصوبو كښې شامل دي ٬ دغسې چې د هېواد او په نړيوالو منډيانو كښې د ماركيټ شيئر زيات كړے شي۔ په اعلٰې ټېكنالوجۍ اډانه وېليو اېډډ برآمدات٬ موثره ماركيټنګ٬ د معدنيات څانګې او په نورو صنعتي څانګو كښې سرمايه كارۍ لپاره په بجټ كښې 5 اربه روپۍ بېلولو تجويز شوي۔
دوېمه برخه
ان لېنډ ريونيو
جناب سپيكر!
61۔ سږ كال د ټېكس پاليسۍ بنيادي اصول دا دي:
نېغ په نېغه يعنې انكم ټېكس او په كپېټل وېليو ټېكس زيات انحصار۔
په نان پراډكټيو اېسټس د ټېكس نفاذ
د پروګرېسيو ټېكسېشن وده
د پروډكټيو اېسټس حفاظت او
په شتمندو كسانو د ټېكس نفاذ
جناب سپيكر!
62- لكه څنګه چې تاسو ته معلومه ده په پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره سازګار ماحول نشته او نه د ټېكس په موجوده نظام كښې د انټرپرېنيور شپ ډاډګيرنه كېږي بلكې دا د نوې كاروبار حوصله ماتو او په رئيل اسټېټ كښې د سرمايه كارۍ ډاډګيرنه كوي۔ دا يقيناٍ چې يو ناخوشګوار اړخ دے او دا په معاشي پرمختګ كښې خنډان رامخې ته كوي۔
63۔ دا د رئيل اسټېټد بيعو په مصنوعي توګه د زياتوالي سبب جوړېږي چې ورسره د استوګنې سهولت د مېنځنۍ طبقې او د عام وګړو د رسنې نه لرې كېږي٬ دې نان پراډكټيو سرمايې څخه ترلاسه كېدونكې پېسه يو خوا د ګرانۍ سبب جوړېږي نو بلخوا په ټولنه كښې د پرېشانۍ ذريعه جوړېږي٬ مونږ د رئيل اسټېټ حوصله ماتول غواړو خو مونږ دا ټولنه په داسې لور بوتلل غٶاړو چرته چې دا د ښاريو د ودې انجڼ جوړ شي٬ زمونږ د تجويز مقصد د ورټيكل كنسټركشن كلتور ته وده وركول دي كوم چې په ګرده نړۍ كښې رائج دے٬ دې سره به په نا جوړه شووپلاټونو كښې په سپكولېشن آډانه سرمايه كارۍ حوصله ماته شي۔
64۔ اوسنے حكومت د كاروبار دوست ماحول راپېدا كولو اراده لري٬ دا بدمرغي ده چې د انكم ټېكس د وصولۍ لويه برخه په ود هولډنګ ټېكس آډانه ده ۔ په اصل كښې ود هولډنګ ټېكس نظام نه يوازې د ټېكس ډهانچه كښې خرابې راپېدا كوي بلكې كاروبار كولو كښې د ستونزو سبب جوړېږي۔ زمونږ د حكومت مقصد دا خرابۍ ختمول دي٬ زمونږ ترجيحات د ود هولډنګ ټېكس شمېره كمول ٬ فائنل ټېكس په لږ بدلول او كم از كم ټېكس په اېډجسټېبل بدلول دي۔
جناب سپيكر!
65۔ اوس زه په انكم ټېكس كښې د ريليف سهولتونو پحقله يو څو اهم تجويزونه وړاندې كول غٶاړم۔
په نتخاداره كسانو د ټېكس شرح
په دې خبره كښې هېڅ شك نشته چې زمونږ په ټولنه كښې تنخاداره طبقه د ټولو نه زياته معاشي ستونزو كښې راګېره ده خو د دې باوجود په دې طبقه د ټېكس اضافي بوجھ اچولے شوے ۔ دې لپاره زمونږ حكومت د تنخا دارې طبقې معاشي ستونزو ازالې لپاره په ټېكس كښې كمر كړے٬ اوسنے حد د 6 لكه نه تر 12 لكه كولو تجويز وركوو۔ دې سره به تنخادارو ته ګټه ورسي چې ورسره به يو په زره پورې معاشي سائيكل راپېدا شي او دا روپۍ به په كاروبار كښې د اضافې سبب جوړې شي۔ د دې نه علاوه د نتخادارو عارضي آمدن به زيات شي او په سباٶن كښې به د ټېكس محصولات د لارې قامي معيشت ته هم ګټه ورسي۔
انډووېجول بزنس او اېس او پيز لپاره د ټېكس شرح
د ګرانۍ له مخې انډووېجول بزنس او اېس او پيز لپاره د استثناﺀ بنياد حد د 4 لكه نهتر 6 لكه تجويز كړے شوے ۔
د خېرښګړې په سرټيفكېټس د ټېكس شرح
دا مهال بهبود سېونګ سرټيفكېټس٬ پنشنرز بېنېفټ اكاٶنټ او شهدا فېملي وېلفيئر اكاٶنټ كښې سرمايه كارۍ څخه ترلاسه كېدونكې ګټهد زياتې نه زياته لګولې كېږي٬ دا كموو دهغسېچې پنشنرز ته نور ريليف وركړے شي اوس دا 5 فيصد تجويز كړے شوې۔
ريټېلرز لپاره د فكسډ ټېكس نظام
وړو ريټېلرز لپاره يو فكسډ انكم اېنډ سېلز ټېكس نظام تجويز كوٶ چې پكښې به د ټېكس وصولي د برېښنا بلونو د لارې كولې شي٬ د رجسټرېشن او رپورټنګ به آسان نظام وړاندې كوٶ كوم چې به ريټېلرز لپاره ډېر آسان وي۔ دا ټېكس به د دريو زرو نه تر 10 زرو وي او دا به يو فائنل سېټلمنټ وي۔ زه د دې خبرې ضمانت وركوم چې د دې ټېكس ادا كولو نه پس به اېف بي آړ تاسو نه په دې لړ كښې د هېڅ پوښتنې كولو مجاز نه وي۔
جناب اسپيكر!
(v) سل فيصده Initial Depreciation
صنعتي ادارو او نور كاروبار لپاره په وړومبي كال كښې 50 فيصدهInitial Depreciation په مد كښې په وړومبي كال د سل فيصده اېډجسټمنټ اجازه وركولو تجويز وړاندې كوٶ۔
(VI) په امپورټ سټېج صنعتي ادارو څخه په وصول كړي ټېكس اېډمزېبېلټي (admissibility)
جناب سپيكر!
په موجوده ټېكس نظام كښې د خام مال په درآمد وصول كړے اېډوانس انكم ټېكس په عامه توګه نه شي اېډجسټ كېدے چې روسره د كاروباري طبقې ورك كېپټل ته زيات زيان رسي او د دوي كاروبار ډېر ځپلے كېږي ٬ دې لپاره دا تجويز وركړے كېږي چې د درآمد په وخت صنعتي ادارو څخه ترلاسه كېدونكي ټول ټېكس اېډجسټبل وګرځولے شي۔
جناب سپيكر!
زه اوس د بجټ عام دوسته نكات او د معيشت په پېداواري څانګو كښې د سرمايه كارۍ ډاډګيرنې زياتولو لپاره تجويزونه وړاندې كول غواړم۔ زما تجويز په غېر پېداواري څانګو كښې كېدونكې سرمايه كاري پېداواري څانګو پلو د منتقل كولو هڅه ده۔
(VII) په Deemed rental incomeټېكس
جناب سپيكر!
په دې خبره كښې هېڅ شك نشته چې د شنمندو د دولت لويه برخه د هېواد په ريئل سټېټ سېكټر كښې موجود ده ٬ دا ډبل توره ده٬ دې څخه يو خوا نان پروډكټيو اېسټس جمع كېږي او بلخوا غريبې او د كم آمدن طبقو لپاره د كورونو بيعه زياتېږي ٬ ځكه مونږ دا عدم توازن د سمولو اراده لرو۔
دې لپاره د ھغه ټٶلو كسانو د چا چې د يو نه زيات امپوروېبل پراپرټي په پاكستان كښې ده او ماليت ئې د 25 مېليونه روپو نه زيات دے په ھغه به د فېئر ماركيټ وېليو پنځه فيصده برابر فرضي آمدن/كرايه تصور كېږي چې په نتيجه كښې به ئې په پراپرټۍ فيئر ماركيټ وېليو 1 فيصد ټېكس په شرح موثره وي او د هر چا يو ذاتي كور به د دې ټېكس نه مستثنٰې وي۔
(VIII) د امپورئبل پراپړټۍ په لېن دېن ټېكس
جناب سپيكر!
موجوده معاشي مشكلات شتمندو څخه د ايثار او قربانۍ تقاضا لري او ضرورت د دې خبرې دے چې دوي راوړوندې شي او په قامي تعمير او ترقۍ كښې خپل بشپړ كردار ولوبوي ٬ دې لپاره مونږ د ټېكس داسې نظام وضع كولو اراده لرو چرتهچې به د ټولو طبقو په اثاثو په مساوي ډول ټېكس لګي۔ اوس په پاكستان كښې د امپورئيبل پراپرټۍ په كېپټل ګېن د يو كال په هولډنګ پريډ په صورت 15 فيصده ټېكس د لاګو كولو تجويز دے كوم چې به د هر كال 2.5 فيصده كمي سره د شپږو كالو په هولډنګ پريډ كښې صفر شي۔
د دې نه علاوه فائلرز لپاره د پراپرټۍ په اخستو خرڅولو د اېډوانس ټېكس شرح موجودده ٬ دغه د يو فيصد نه د دوه فيصده كولو تجويز دے او د نان فائلر حوصله ماتولو لپاره د پراپرټۍ اخستو لپاره د اېډوانس ټېكس شرح د 5 فيصده كولو تجويز دے۔
(IX)په هائير انكم پرنسز ټېكس
جناب سپيكر!
څوك نه دي خبر چې پاكستان دا مهال سنګين معاشي صورتحال سره مخ دے٬ دې لپاره د وخت مهمه تقاضا ده چې جائيداد لرونكې طبقه راوړاندې شي او د خپلو وسائلو او آمدن له مخئ د خپلې برخې ټول ټېكس ادا كولو سره دا مهمه قامي ذمه واري تر سره كړي او د بې وسه كسانو دعاګانې واخلي۔ وخت راغلے چې د ټېكس بوجھ د بې وسه نه شتمندو ته منتقل كولو لپاره كمپنيز او اېس او پيز د كومو كلن آمد چې 300 مېليونه يا د دې نه زيات وي په ھغوي 2 فيصده ټېكس ادا كولو تجويز دے۔
(X) په لګژري ګاډو اېډوانس ټېكس
جناب سپيكر!
مالدارو خلقو پلو د ټېكس بوجھ منتقل كول زمونږ د پاليسۍ تسلسل تر مخه د 1600cc نه په لويو موټر ګاډو د اېډوانس ټېكس زياتولو تجويز لرو ٬ د دې نه علاوه د الېكټرك انجن په صورت به د دوه فيصده شرح سره اېډوانس ټېكس هم اغستلے شي دغسې نان فائلرز لپاره د ټېكس شرح د موجوده سل فيصده نه 200 فيصده كولې شي
(XI) په وائنډ فال ګېن ټېكس
جناب سپيكر!
په بېنكنګ سېكټر كښې د اعلٰې شرح سود او په سركاري سېكورټيز كښې د محفوظې سرمايه كارۍ له امله غېر معمولي آمدن ترلاسه كېږي ٬ دې لپاره د ټېكس حقيقي صلاحيت ترلاسه كولو لپاره په بېنكنګ كمپنو د ټېكس موجوده شرح 39 فيصده څخه 42 فيصد كولتجويز لرو چې پكښې به سپر ټېكس هم شامل وي۔
اوس قامي معيشت دستاويزي كولو لپاره زه يو څو اهم تجويزونه وړاندې كوم
(xii) په پاكستان كښې د ټېكس ريزيډنت جوړېدو معيار
د ټېكس نفاذ باوري كولو لپاره د استوګنې كس متعين كولو معيار كښې بدلون كوٶ۔ شتمند كسان د موجوده ټېكس ناجائزه استعمال كوي چې له مخې ئې څوك د يو هېواد هم ټېكس ريذيډنټ نه دے٬ په دې حقله تجويز لروچې د پاكستان هر وګړے څوك چې د بل هېواد ټېكس ړيذيډنټ نه دے ھغه به د پاكستان ټېكس ريذيډنټ ګڼلے شي۔
(xiii) په نړيوال كارډ ادائيګو اېډوانس ټېكس
كرېډټ٬ ډېبټ او پري ېپډ كارډز د لارې د پاكستان نه بهر رقم لېږونكي فائلرز نه به يو فيصد او نان فائلرز څخهبه دوه فيصده شرح سره اېډوانس ودهولډنګ ټېكس اغستلے شي خو دا ټېكس به د واجب الادا ټېكس په ضد اېډجسټېبل وي۔
سېلز ټېكس او د فېډرل اېكسائز اقدامات
جناب سپيكر!
66۔ د انډائرېكټ ټېكسونو وصولۍ كښې٬ ان لېنډ ريونيو د اېف بي آر په مجموعي ټېكس محصولات كښې صحت مندانه اضافه كړې۔
67۔ د مالياتي زيان ترسره كولو اړتيا له مخې دا ضروري ده چې حكومت په قامي ګټه كښې سختې پرېكړې وكړي او د وزيراعظم ميا شهباز شريف په مشرۍ كښې حكومت په عملي توګه دا ثابت كړې چې ھغوي د داسې پرېكړو كولو صلاحيت او اراده لري٬ د سېلز ټېكس ريونيو په اصل كښې په قامي محصولات كښې د ملا د تير حېثيت لري خو د وزيراعظم وژن له مخې ٬ د موجوده بجټ تجويزونو مقصد په ھغه څانګو ټېېكس لګول دي يا چې كومې څانګې د ټېكس نېټ نه بهر پاتې دي يا په دائره كار كښې د پاتې كېدو باوجود د خپل صلاحيت له مخئ ټېكس نهوركوي۔
جناب سپيكر!
68۔ چرته چې حكومت٬ د وزيراعظم وژن له مخې ټېكس بېس پراخه كول او ټېكس نادهنده څانګو پلو پام ګرځولو سره په محصولات كښې اضافه كول غواړو هلته حكومت په ټېكسونو كښې ريليف هم زياتول غواړي دغسې چې په هېواد كښې عامو وګړو ته ګټه ورسېږي۔
69۔ پاكستان د توان سخت كمي سره مخ دے٬ د اېندهن بيعه اسمان سره خبرې كوي چې په سبب ئې تهرمل انرجي ګرانه شوې٬ رينيواېبل انرجي وړاندې كول هم د دې آسانه لاره ده٬ دې لپاره د سولر پېنلز درآمد او په مقامي سپلائي سېلز ټېكس څخه د استثنٰې وركولو تجويز دے۔ د دې نه علاوه 200 يونټ څخه كمه برېښنا استعمالوٶنكو مصرف كوٶنكو له د سولر پېنل اخستو لپاره بېنكونو څخه په آسانو قسطونو به پور وركولې شي ٬ دې سره به ماحول دوست طرېقې څخه برېښنا پېدا كولو ته وده ترلاسه شي او د درآمد كړو ګرانو تېلو او ګاز استعمال كښې به كمے راشي۔
70۔ زراعت آسانولو لپاره ټرېكټرز٬ زرعي آلات٬ د غنمو٬ جوارو٬ كېنولا٬ نمرپرست او ويرېژو پشمول د مختلف غلو د تخمونو په سپلائئ د سېلز ټېكس بېرته اخستو تجويز دے۔
71۔ خېراتي روغتونونه د صحت سهولتونو كښې بشپړ كردار لوبوي۔ خېراتي روغتونو ته په درامد/عطيات او د 50 يا د دې نه د زياتو كټونو خېراتي/غېر منافع بخش روغتونونو ته د برېښنا پشمول په ځائي سپلائيز د استثناﺀ وركولو تجويز دے۔
جناب سپيكر!
72۔ ټېكس دهنده ته سهولت وركولو لپاره د الټرنېټ ډسپوټ ريزلوشن په مېكنزم كښې بنيادي بدلون تجويز شوے چې له مخې به ئې اوس ټېكس دهنده چې په چا د لس كروړه يا د دې نه زيات د ټېكس ډيمانډ وي ھغوي د اے ډي آر سي څخه ګټه پورته كولې شي۔ د نوي مېكنزم له مخئ ټېكس دهنده په اے ډي آر سي كښې خپل نمائنده د خپلې خوښېټكلے شي٬ دوېم نمائنده به د اېف بي آر افسر او درېم نمائنده به د ټېكس دهنده او د اېف بي آر په شريكه رضامندۍ نومولې شي۔ د دې مېكنزم په سبب په دريو كښې دوه غړي به د ټېكس دهنده په خوښه نامزد كېږي٬ چې نه يوازې question of fact بلكه question of law هم كمېټۍ وړاندې كېدې شي او پرېكړه به د اتفاق رائے په ځائ په اكثريت سره كېږي٬ دې لپاره زه داسې ټولو ټېكس وركوونكو ته بلنه وركوم چې ھغوي دې سهولت نه ګټه پورته كړي٬ زه ټولو كاروباريانو ته بلنه وركوم چې ھغوي عدالتونو څخه خپلې مقدمې بېرته واخلي نو حكومت به په سمدستي توګه دوي سره د اے ډي آر سي د لارې معاملات ترسره كړي۔ دا طريقه خپلولو سره به په عدالتونو بوجھ كم شي او اولس ته به سهولت ترلاسه شي۔
پاكستان كسټمز
جناب سپيكر!
73۔ په دې بجټ كښې د زراعت پحقله فارم مېكانائزېشن او لاجسټكس لپاره يو شمېر امدادي اقدامات شوي۔ د زرعي څانګې او په هېواد كښې موجودو كروندګرو ته ريليف وركولو لپاره په زرعي مشنيانو كسټم ډيوټي ختمه كړې شوې ٬ چې پكښې د اوبه خور٬ سېورېج٬ كر٬ د فصل رېبل او د دې پروسېسنګ٬ ګرين هاٶس فارمنګ او د بوټو محفوظولو آلات وغېره شامل دي او دې سره سره د نورو زرعي صنعتونو ساز و سامان٬ مشنيري او د زرعي صنعتونو لپاره هم كستم ډيوټي ختموٶ۔
جناب سپيكر!
74۔ په هېواد كښې صنعتي معيشت ته وده وركول او لا قوي كولو لپاره په مختلفمېنوفېكچرنګ سكېټرز نزدې په 400 ټېرف هېډنګز كسټمز ډيوټي٬ اضافي كسټمز ډيوټي او رېګولېټري ډيوټي رېشنلائز كړې شو۔
75۔ په هېواد كښې د رېګولېټري ډيوټي نظام جاج اخستلے شوے او په يو شمېر څيزونو خو رېګولېټري ډيوټي يا خو ختمه كړې شوې يا كمه كړې شوې ۔ خو دا وئيل هم ضروري دي چې په يو شمېر چارو كښې رېګولېټري ډيوټي دې لپاره لګولې شوې چې ځائي صنعتونو ته تحفظ وركړے شي۔
جناب سپيكر!
76۔ چونكه د ټېكسټآئل څانګه د هېواد په معيشت كښې د ملاتير حېثيت لري دې لپاره دې ته خام پاملرنه شوې ده٬ دې لپاره د دې څانګې د اوږدې مودې مطالبه ترسره كولو پاره د مصنوعي تار د ټېرف ډهانچه رېشنلائز كړې شوې ده۔
77۔ د فارماسېوټيكل سېكټر حساسيت له مخئ د 30 نه زياتو اېكټيو فارماسيوټيكل انګرېينټس له د كسټم ډيوټۍ څخه بشپړه استثنٰې وركړې شوې ٬ د دې نه علاوه فرسټ اېډ بنېډېجز جوړوٶنكې صنعت ته په خام مال هم كسټم ډيوټي څخه لا استثنٰي وركړې شوې دغسې چې په دې مهم ميډيكل آئټم كښې په ځائي كچه د پېداوار لګښت لا كم شي٬ د دې نه علاوه په نورو يو شمېر څانګو كښې هم په ټېرف ختمولې شي او رعايت وركولې شي۔
جناب سپيكر!
78۔ دا پورته تجويزونه په اصل كښې د هېواد معيشت قوي او مستحكم كولو٬ په هېواد كښې يو سپېځلے او موثر د ټېكس نظام رائج كولو او په كاروبار كښې آسانۍ او هر ممكنه سهولت باوري كولو لپاره وړاندې كړې شوي ٬ د كومو چې عملدرآمد سره به د حكومت وژن عملي كېدو كښې يقيناً معاونت ترلاسه شي۔
79۔ په هېواد كښې د Tat evasion اندازه 3 زره روپۍ ده٬ د ټېكس غلا لاره نيولو لپاره يو جامع پروګرام وضعه كوٶ چې په سبب ئې خاطر خواه ريكوري وشي۔
درېمه برخه
د ريليف اقدامات
جناب سپيكر!
80۔ هېواد دا مهال شديد مالي بحران سره مخ دے خو بيا هم مونږ د سركاري ملازمانو د ستونزو احساس لرو په بيعه كښې د اضافې له امله د اولس د اغستو طاقت ډېر متاثره شوے په خاص توګه د تنخادارو ٬ خو په دې سختو مالي ستونزو او د وسائلو كمي باوجود سركاري ملازمانولپاره د ريليف اقدامات كوٶ ٬ په خاص توګه د سركاري ملازمانو قوت خريد ښه كولو لپاره تنخاګانو كښې 15 فيصده اضافه كوٶ۔
اختتامي كلمات
جناب سپيكر!
81۔ ټول خبر دي چې د هېواد معيشت په سخت فشار كښې دے خو په دې هم ټول پوهه دي چې مونږ تل د قام خدمت ته پام لرنه كړې۔ د دې سخت وخت نه بهر كېدو لپاره به اولسي نمائندګانو اتحادي حكومت د هر ډول قربانۍ نه ډډه نه كوي٬ مونږ تاسو سره لوظ كوٶ چې د اولس په ملاتړ او د لوي څښتن په فضل به د هېواد معيشت د دې بحران نه خلاصوو٬ په آخر كښې زه ټول قام ته اپيل كوم چې هېواد دا مهال كومو حالاتو سره مخ دے د دې اصلاح لپاره مونږ ټولو له خپل ټول توان او پام د هېواد پرمختګ پلو ګرځول پكار دي٬ مونږ له بد بشپړه همكارۍ او جذبې سره هڅې كول وي او ثابتول به وي چې مونږ يو ژوندے قام يو٬ د مصور پاكستان علامه اقبال په قول
وه كل كے غم و عېش په كچھ حق نهيں ركهتا
جو آج خود افروز و جګر سوز نهيں هے
وه قام نهيں لائق هنګامه فردا
جس قوم كي تقدير ميں امروز نهيں هے
لوي څښتن دې ستاسو د ټولو حامي او ناصر وي۔
پاكستسان پائنده باد۔