لاهور 31 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې سياستدان فريادي وي ځكه چې هغه هېواد او قوم لپاره فرياد رسوي٬ د پانامه په نتيجه كښ?? د 16 نه تر 18 ارب ډالره زيان شوے٬ نننۍ د اقتصادي جنګونو دور دے٬ِ د هېواد معيشت لپاره به سياسي استحكام باوري كول وي٬ ترهګري تر ډېره حده ختم شوې٬ كه د مېنډېټ عزت ونه كړې شو نو په راتلونكو لس پنځلس كلونو كښ?? به افغانستان هم زمونږ نه وړاندې لاړ شي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د پټاك په هېډكوارټرز كښ?? د سي پېك او پېداوار كنفرنس او د نادرا اېګزېكټو پاسپورټ دفتر پرانستې په موقع وېنا او مېډيا سره د خبرو په مهال وكړې۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې د لاهور اوسېدونكو ته د اېګزېكټو پاسپورټ دفتر په جوړېدو مباركي وركوم٬ ده ووئيل چې په ټول هېواد كښ?? د نادرا اېګزېكټو پاسپورټ مركزونه جوړولې شي ځكه چې د انفارمېشن ټېكنالوجې په څانګه كښ?? په تندې سره پرمختګ روان دے۔ وفاقي وزير ووئيل چې د څلور كلونو په مهال په برآمداتو كښ?? كمې راغلې ك??م چې بهتر كول شي٬ د برېښنا وركولو په نتيجه كښ?? په پېداواري څانګه كښ?? استحكام راغلې او دې سره د سرمايه كار صلاحيت زيات شوے۔ ده ووئيل چې په تېر وخت كښ?? به د دوه دوه كلونو په وفقه سره حكومتونه جوړېدل او ماتېدل٬ د دې په معاش بدآغېز وشو٬ په هند او بنګله دېش كښ?? د جمهوري استحكام په نتيجه كښ?? برآمدات زيات شوي دي۔ وفاقي وزير ووئيل چې د هېواد صورتحال ډېر ښه شوے٬ په كال 2013م كښ?? د هېواد امنيتي صورتحال خراب و٬ نړۍ پاكستان خطرناك هېواد ګرځولو خو پاكستان اوس د نړۍ پنځم رامخې ته كېدونكې معيشت دےِ٬ حكومت او امنيتي ځواكونو د ردالفساد عملياتو د لارې د ترهګرې ملا ماته كړې٬ د پي اېس اېل كاميابې سره د غېر ملكي سرمايه كارو باور زيات شوے۔ ده ووئيل چې د افغانستان پشان هېواد كښ?? وړومبې حامد كرزي خپله آئيني موده پوره كړه او اوس د اشرف غني دور هم ترسره كېدونكې دے٬ زه اندېښنه لرم چې چرته په راتلونكو لس پنځلس كلونو كښ?? افغانستان هم زمونږ نه وړاندې لاړ نه شي۔
د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال د سي پېك او پېداوار كنفرنس او د نادرا اېګزېكټو پاسپورټ دفتر پرانستې په موقع وېنا او مېډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت