اسلام آباد ۔ 30 مئی (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي په راروانو درې څلور مياشتو كښی به د هېواد كومه ضلعه هم پاسپورټ دفتر څخه محروم پاتې نه شي۔ په لږ وخت كښی به د نادرا د مركزونو شمېره زياته كړې شي۔ د ټاكلې شويو ډاكخانو د لارې به وګړو ته د نادرا اسانۍ وركولې شي۔ د يو نه زيات كارډونه جوړونكي جرمانه كولو سره به د دوئي كارډز بحالولې شي۔ د نهې په ورځ نادرا هېدكوارټرز كښې د نادرا مېګا سنټر لاهور ٬ اې??زې??ټو پاسپورټ آفس سرګودھا، فېصل آباد پرانستې غونډې ته خطاب كښې داخله وزير ووئيل ډائرېکټورېټ پاسپورټس اېنډ امېګرېشن او نادرا په تېرو 4 كلونو كښې غوره خذمات ترسره كولو سره يو شمېر ګامونه پورته كړي دي۔ ده ووئيل د نادرا مېګا سنټرز او ایګزیکټو پاسپورټس آفس جوړولو د لارې 9 مېګا سنټر جوړولې شي۔ رمضان څخه وروستو به په باقاعده توګه د دې اعلان كولې شي۔ دا سنټرې به 24 ساعته پرانستلې وي۔ 12 اې??زې??ټو پاسپور??س سنټرز به تر ستمبر فعال كړې شي۔ دا په څلورو واړو صوبو كښې دي۔ ده ووئيل په كال 2013ﺀ كښې كله زمونږ حكومت جوړ شو نو هېواد كښې 88 ریجنل پاسپورټس دفترونه وو كومو به چې د هېواد د نيمې برخې كار كېدو ولې مونږ په 4 كاله كښې 84 آر پی اوز جوړل كړل او 16 به نور جوړوؤ۔ ده ووئيل د نادرا به هم نور دفترونه جوړول وي۔ دا مهال پاكستان كښې د نادرا 557 سنټرې دي۔ ده ووئيل چرته چې ممكن وي دغلته به د شناختي كارډ نوې كولو او بدلون لپاره به ډاكخانې كارولې شي۔ 10 ډاكخانې به دې مقصد لپاره درې مياشتې كښې كار پېل كړي۔ دا شمېره به 15 سوه ته رسولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل وېزا سسټم مو بدل كرې۔ 30 زره نه زيات پاسپورټونه مو كېنسل كړل۔ 2 لكهه شناختي كارډ ګېنسل كړې شول۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل نوې پاسپورټ دفترونه بجټ كښې باقاعده منظوري اخستلو سره جوړ كړې شوي دي۔ ولې د نادرا او پاسپورټ اې??زې??ټو سنټرز او میگا سنټرز په خپلو پېسو كار پېل كړې۔ د آصف زرداری هېواد څخه بهر تلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د آصف علی زرداری نامه په اي سي اېل كښی نشته۔ د ده په ضد كوم كېس نشته۔
راروانو درې څلور مياشتو كښی به د هېواد كومه ضلعه هم پاسپورټ دفتر څخه محرومه پاتې نه شي
مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس