لاهور 05 اپرېل(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په هېواد كښې به راتلونكې ټول ټاكنې په دريو مياشتو كښې كولې شي۔د نهې په ورځ ماښام د لاهور په ګورنر هاؤس كښې د ګوند وركرز او اولسي اجتماع ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل دا ځل به پاكستان تحريك انصاف په لاندې كچه د مناسب مشاورت نه پس خپلو نظرياتي كاركنانو ته ټكټ وركوي۔په دې موقع د پنجاب ګورنر عمر سرفراز٬د پنجاب اعلٰی وزير سردار عثمان بزدار٬پخواني وفاقي او صوبائي وزيرانو پشمول نور مشران هم موجود وو۔وزيراعظم ووئيل راروانو ټاكنو كښې د ټكټونو وركولو عمل څارنه به پخپله كوم۔ده ووئيل په ماضي كښې د ګوند په ټكټونو وركولو كښې غلطۍ شوې چې په نتيجه كښې ئې مونږ بيا ستونزو سره مخ شو،خو مونږ به د هغه غلطو څخه زدكړه كوو۔ده هيله څرګنده كړه چې اولس به په راروانو ټاكنو كښې دغه سياستمدارو ته سبق اوښائي كوم چې د غير ملكي سازش برخه ګرځيدلې۔ده ووئيل دغه غدارو د هېواد خپلواكه خارجه پالیسی ختمولو منصوبه جوړه كړې او مونږ به د دغسې غدارو په ضد په هر فورم مقابله كوو۔وزیراعظم اعلان وكړو چې نن د ماشخښتن مونځ نه پس به د اسلام آباد اېف نائن پارك كښې امناك احتجاج کولې شي۔ده ووئيل د سازش برخه ګرځيدونكو عناصرو سیاست به راروانو ټاكنو كښې ختم شي۔په دې موقع وزیراعظم عمران خان شفقت محمود ته هره ورځ په لاهور كښې د احتجاج کولو سپارښتنه وكړه او د پنجاب ګورنر عمر سرفراز چیمه له ئې هم مباركي وركړه
په هېواد كښې به راروانې ټول ټاكنې په دريو مياشتو كښې كولې شي۔وزيراعظم عمران خان د لاهور په ګورنر هاؤس كښې د ګوند وركرز او اولسي اجتماع ته وېنا
مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن