اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) نړيوالې ټولنې ته به په كشميريانو د هندي ظلم نوټس اخستل وي٬د پاكستان بچے بچے د كشمير په نوم قربانۍ وركولو ته تيار دے٬د كشمير مسئله به د سفارت كارۍ د لارې حل كېږي٬د كشمير مسئله د دوه اتومي طاقتونو ترمينځه فليش پوائنټ دے۔دا خبرې د فرينډز آف كشمير او د كشمير انسټي ټيوټ آف انټرنېشنل ريليشن تر سيوري لاندې د هند د جمهوريه ورځ د تورې ورځې په توګه د لمانځلو په لړ كښې په نېشنل پرېس كلب اسلام آباد كښې ګډون كوونكو سېمينار ته په خپله وېنا كښې وكړې۔په سيمينار كښې د پارليماني چارو وزيرمملكت علي محمد خان٬سېنېټر راجه ظفر الحق٬د آزاد كشمير پخواني اولس مشر سردار يعقوب خان٬چوهدري محمد ياسين٬عبدالرشيد ترابي٬حريت لارښود الطاف واني٬عبدالحميد لون او د حريت نورو مشرانو ګډون وكړو۔سېمينار ته په خپله وېنا كښې د پارليماني چارو وزيرمملكت علي محمد خان ووئيل د پاكستان په پايه تخت كښې كشمير لپاره مونږ نن رايوځاې شوي يو٬د كشمير په معامله د پاكستان ټول سياسي ګوندونه يو موټے دي۔د كشمير په اړه د پاكستان پالېسي د 74 كلونو څخه هم هغه ده كومه چې زمونږ د قائد وه٬د كشمير كاز څخه د پاكستان حكومت يو انچ په شا نه دے تللے۔ ده ووئېل د پاكستان بچے بچے كشمير كاز سره مخلص دے٬مونږ ټول مسلمانان يو٬په سرينګر كښې په كېدونكي ظلم غلې نه شو پاتې كېدے۔ ده ووئېل د كشمير كمېټۍ له به په تندۍ سره كار كول وي٬د پاكستان ټولو سياسي ګوندونو ته وائيم چې په كشمير سياست ونه كړي بايد د اسلام آباد څخه يو پېغام لاړ شي۔راجه ظفرالحق سېمينار ته په خپله وېنا كښې ووئيل هند د يوې منصوبې له مخې په مقبوضه كشمير كښې خپل ظلمونه روان ساتلي٬ كشمير يواځنۍ معامله ده په كومه چې ټول قام يو دے٬د كشمير په اړه د ټول ګونديز كنفرنس رابللو سخت ضرورت دے۔د فرينډز آف كشمير چيئرپرسن غزاله حبيب سېمينار ته په خپله وېنا كښې ووئيل د حريت مشران په سختو حالاتو كښې د كشمير توانا غږ دے٬نن مونږ د هند د جمهوريه ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځو۔د آزاد كشمير د جماعت اسلامي پخواني امير عبدالرشيد ترابي په خپله وېنا كښې ووئيل د مودي په حكومت كښې مسلمانان او هندي اقليتونه عتاب سره مخ دي۔د مودي سركار د لاسه د هندوستان زوال پېل شوے۔ دغسې سېمينار ته نورو مشرانو هم وېنا وكړه۔
نړيوالې ټولنې ته به په كشميريانو د هندي ظلم نوټس اخستل وي۔د فرينډز آف كشمير او د كشمير انسټي ټيوټ آف انټرنېشنل ريليشن تر سيوري لاندې د هند د جمهوريه ورځ د تورې ورځې په توګه د لمانځلو په لړ كښې سېمينار ته وېنا
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر