اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئېلي دي د حكومت غوره تګلارې هېواد د سختو معاشي حالاتو څخه راويستلے٬د راتلونكو 6 مياشتو په مهال به مالي صورتحال لا ښه شي٬د عام وګړي د تكليف نه خبر يو٬د تېرې اونۍ په مهال د پاكستان روپۍ په قدر كښې ځانګړے استحكام رېكارډ شوے٬د سري لنكا پشان صورتحال سره نه يو مخ۔ده دا خبرې غېر ملكي نشرياتي ادارې سي اېن بي سي اېشيا سره د خبرو په مهال وكړې۔ده ووئيل د پاكستان د سري لنكا پشان صورتحال پیدا كېدو اندېښنې وې٬هېواد ديواليه كېدو ته نزدې ؤ خو اوسني حكومت په پالېسو كښې د مهمو بدلونونو د لارې دا خطر له مينځه وړے۔مفتاح اسماعيل د سي اېن بي سي د اينكر د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې بلكل د پاكستان د سري لنكا پشان د صورتحال سختې اندېښنې راپیدا شوې وې٬پاكستان د ديواليه كېدو پشان صورتحال سره مخ ؤ خو مونږ په پالېسو كښې مهم بدلونونه وكړل٬موثره حكمت عملي مو خپله كړه٬مشكل مالياتي پريكړې مو وكړې او د دې په نتيجه كښې په صورتحال قابو موندلو كښې كامياب شوو۔ده ووئيل مونږ د آئي اېم اېف څخه پروګرام ترلاسه كړے او د سټاف ليول لوظ نامې ته رسېدلې وو۔هيله ده چې د دې مياشتې تر پاې به د بورډ منظوري هم وشي۔ده ووئيل سختې پريكړې كولو سره مونږ په تېل او برېښنا سبسډي بېرته واخسته او په ځينې څيزونو مو په ټېكسونو كښې اضافه وكړه او زما په خيال اوس مونږ په درست پلو روان يو۔ده ووئيل د حكومت پالېسو په نتيجه كښې طلب كمېدو سره په درآمدات كښې واضحه كمے راغلے۔تېره اونۍ د پاكستان روپۍ په قدر كښې استحكام رېكارډ شوے او دا لړۍ به روانه وي۔د خزانې وزير ووئيل د تېر يو كال په مهال په نړۍ كښې د توان او غلې په بيعو كښې څو چنده اضافه شوې او د دې آغېز د پاكستان په معيشت هم شوے خو حكومت د غوړو٬اوړو او چينو پشمول د ضرورت په نورو څيزونو د كم آمدن طبقې لپاره د اربونو روپو سبسډي وركوي۔ده ووئيل هيله ده په راتلونكو مياشتو كښې به په نړيواله منډۍ كښې د تېلو بيعې لا ټېټې شي او دې سره به د پاكستان صارفين هم رېليف ترلاسه كړي۔ده ووئيل د روانې مياشتې تر پاې به د آئي اېم اېف څخه د 1.17 بلين ډالر قسط ترلاسه شي۔آئي اېم اېف به د روان مالي كال په مهال څلور بلين ډالره راكوي٬دې سره به د زرمبادله په ذخيرو كښې اضافه وشي۔ده ووئيل په نړيواله كچه د غلې بيعې هم ټېټېږي
د حكومت په غوره تګلاره هېواد د سختو معاشي حالاتو څخه ويستلے٬د راتلونكو 6 مياشتو په مهال به مالي صورتحال لا ښه شي۔مفتاح اسماعيل
مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری