اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو د خوراك او كركيلې ادارې په نړيواله كچه د خوراك څښاك څيزونو په بېعو كښې د اضافې رپورټ جاري كړے. په فېصل آباد كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې د كال 2013م نه تر كال 2018م د مسلم ليګ ن په دور كښې واردات شوي دي، 45 فيصده برېښنا په درآمدي فيول راځي، 35 فيصده ګران بجلي ګهر جوړ كړې شوي دي او نن ئې اولس نتيجو سره مخ دے. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د اوګرا لخوا د پېټروليم مصنوعاتو په بېعو كښې د اضافې وړاندېزونه څو ځله رد كولو سره اولس ته ريليف وركړے. ده ووئيل چې په تنخادار طبقه كوم نوے ټېكس نه لګوو، پرچي چيئرمېن او برېګېډ په معاشي اشاريو هم دروغ وائي. ده ووئيل چې د اپوزيشن كار په خلقو كښې افراتفري خپرول دي چې دغسې خلق د دوي غلا هېره كړي. ده ووئيل چې زمونږ د حكومت په خوارې د پاكستان مجموعي قومي پېداوار د 4 فيصد سره پرمختګ كوي. د كورونا په وجه سره د محدود معاشي چارو اېف بي آر د جولائي نه تر 31 مئي تر اوسه د 4170 اربه روپو ټېكس راغونډ كړے دے. د تحريك انصاف حكومت ريكارډ 216 اربه روپې ريفنډ كړي دي. ده ووئيل چې د تېرو 10 مياشتو په مهال په لارج سكېل مېنوفېكچرنګ كښې 9 فيصده اضافه شوې. د روان مالي كال د وړومبو 10 مياشتو په مهال د ترسيلات زر وصولې د 24 اربه ډالرو نه زياتې شوې دي. ده ووئيل چې د عمران خان په مشرې كښې غذائي تحفظ او اضافي غذائي پېداوار لپاره په جنګي بنيادونو كار كوي.
وزيراعظم عمران خان د اوګرا لخوا د پېټروليم مصنوعاتو په بېعو كښې د اضافې وړاندېزونه څو ځله رد كولو سره اولس ته ريليف وركړے. فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena