اسلام آباد 03 مئی (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير او د ایوی اېشن او دفاع وفاقی وزیر خواجه محمد آصف دعلامه اقبال هوائي ميدان لاهور دوره وكړه۔وفاقی وزيرانو په هوائي ميدان د مسافرو لپاره په موجود اسانيو د اطمینان نه لرلو څرګندونه وكړه۔ د كورنيو چارو وزير محسن نقوی د امیګریشن مسئلې په سمدستي توګه حل كولو او د مسافرو لپاره اسانيو زياتولو،د لټون عمل آسان او تندولو امر كولو سره د اے اېس اېف، اے این اېف او کسټمز څخه پلان وغوښتلو۔ وفاقی وزیر د عمل وړ پلان د راروانو 24 ساعتو كښې جوړولو سره د وړاندې كولو سپارښتنه وكړه۔د هوا بازۍ وزير خواجه محمد آصف ووئيل د لاهور هوائي ميدان کامیابې تجربې نه پس به د سرچ عمل په نورو هوائي ميدانونو هم پيل كولې شي۔په هوائي ميدانونو د مسافرو تګ راتګ آسانولو لپاره اړوندو ادارو له په سمدستي توګه اقدامات کولو ته اړتيا ده۔ دغسې د كورنيو چارو وزير محسن نقوی بهر هيوادونو ته د تګ راتګ او د تللو په ټرمینل د امیګرېشن کاونټرز زياتولو امر وكړو۔
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د ایوی اېشن او دفاع وفاقی وزیر خواجه محمد آصف د علامه اقبال هوائي ميدان لاهور دوره، مسافرو لپاره د آسانيو زياتولو سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل