اسلام آباد 06 اكتوبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير عبدالقادر پټيل وئيلي دي زمونږ لپاره تر ټولو لوي چيلنج سيلاب ځپليو سيمو كښې 6 لكهه څخه زياتي حامله ميرمنو له د صحت آسانۍ او د مور او كوچني بچ كول دي،ځپليو سيمو كښې هيلتھ كيمپس لګولې كېږي چرته چې ټائيفائيډ،د څرمنې او نمونيا پشمول د ګڼو رنځونو درملنه كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ده ګلوبل فنډ پاكستان سينئر منيجر ازسكان سره ملاقات په مهال وكړه۔پاكستان كښې ګلوبل فنډ د روغتيا وزارت چارواكو سره د راروانو درېو كلونو مرستي په اړه خبرې شوي۔په دې موقع د ګلوبل فنډ سينئر منيجر ازسكان ووئيل په دې سخت وخت كښې وفاقي حكومت د سيلاب ځپليو مرستي او د هغوي د صحت په اړه اقدامات د ستائني وړ دي۔دوي ووئيل د ګلوبل فنډ په مرسته د پاكستان د صحت چارواكو ټي بي، ايډز، مليريا او پبلك هيلتھ كښې ښه كار كړے۔دوي ووئيل مونږ به سباؤن كښې د حكومت سره په ګډه د صحت مسئلو حل كولو په اړه ټول ممكن اقدامات كوو۔ملاقات كښې د كامن ميډيكل يونټ نېشنل كوآرډ ينيټر مصطفٰي جمال قاضي هم موجود وو۔
لوي چيلنج سيلاب ځپليو سيمو كښې 6 لكهه حامله ميرمنو له د صحت آسانۍ وركول او د مور او كوچني بچ كول دي۔وفاقي وزير عبدالقادر پټيل
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ