اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پرويز اشرف وئېلي دي موسمياتي انصاف د پرمختګ كړو هېوادونو څخه د موسمياتي فنډز منصفانه او په وخت د وركولو تقاضا لري۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د قامي اسمبلۍ سپيكر پارليمنټ هاؤس كښې د افريقن بلاك آف دي انټر پارليمينټري يونين(آئي پي يو)اسلام آباد كښې مېشته سفارتكارو سره ملاقات كښې وكړه۔د دې ملاقات مقصد د قامي اسمبلۍ لخوا د آئي پي يو د افريقې پارليماني غړو څخه د 11 نه تر 15 اكتوبر 2022 روانډا كښې كېدونكي 145مې آئي پي يو اسمبلۍ كښې د قرارداد منظورۍ د لارې نړيوال موسمياتي فنډ جوړولو تجويز لپاره مرسته ترلاسه كول وو۔د قامي اسمبلۍ سپيكر په دې خبره زور راوړو چې موسمياتي بدلون د 21مې پيړۍ تر ټولو لوي چېلنج دے٬ده دا هم ووئيل د دې له امله په پاكستان كښې لويه تباهي راغلې۔ده ووئيل نن دا په پاكستان ده خو سبا په كوم بل هېواد هم راتلې شي۔افريقائي سفارتكارو د سپيكر د تجويز تائيد وكړو او هغه له يې باور وركړو چې د خپلو هېوادونو قيادت له به د نورې كاروائۍ لپاره پېغام وركړو۔غونډه په يوه لوظ نامه ختمه شوه چې موسمي بدلون يوه نړيواله مسئله ده او د اجتماعي هڅو د لارې د نړيوال حل لټولو ضمانت وركوي۔په غونډه كښې مصر٬كينيا، ماریشس، مراکش، ایتھوپیا، نائجیریا، جنوبی افریقه، صومالیه او لیبیا استازو ګډون وكړو
موسمياتي انصاف د پرمختګ كړو هېوادونو څخه د موسمياتي فنډز د منصفانه او په وخت د وركولو تقاضا لري۔د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پرويز اشرف د آئي پي يو اسلام آباد كښې مېشته سفارتكارو سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر