اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د سياسي او معاشي تسلسل نه غېر ترقي ممكن نه ده٬ دنيا د چا انتظار نه كوي٬ مونږ له خپلې غلطۍ سمول دي٬ پرمختګ لپاره به مونږ له د پاليسو د تسلسل په اهميت پوهېدل وي، كه په وژن 2025 عملدرآمد شوې وې نو نن به پاكستان په 25 بهترين معيشتونو كښې شامل وې۔ د ګل په ورځ د ګرېنډ نېشنل ډائيلاګ له مخئ د پاكستان اقتصادي صلاحيت ښه كوول پحقله سېمينار ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل پاكستان د كال 2000 نه پس جنګ سره مخ شوې٬ د چا په جنګ كښې د شاملېدو نه پس پاكستان په دائرو كښې شامل شو٬ مونږ يو شمېر كالونه ضائع كړل٬ د كال 2006 نه پس د توان بحران رامخې ته شو٬ په كال 2013 كښې اقتدار مونږ ته ترلاسه شو او مونږ وژن 2025 وړاندې كړو او كله چې مونږ وژن 2025 وړاندې كړو نو ھغه وخت 16 ٬ 16 ساعته لوډشېډنګ كېدو، نړۍ په وړومبي ځل سباٶن لپاره يو قوي معاشي هېواد منل پېل كړل٬ په كال 2017 كښې بيا د حكومت تسلسل مات شو او نن په كال 2022 كښې حالات ھغه ځائ كښې دي٬ نن څلور كاله پس مونږ چې اقتدار ترلاسه كړو نو پرمختيائي بجټ 550 اربه پاتې شوې، پرمختيائي بجټ لپاره هم د خزانې وزارت سركلر راغلے دے چې آخري دريو مياشتو لپاره رقم نشته، دا په تاريخ كښې په وړومبي ځل شوې چې د خزانې وزارت سره د فنډ نشتوالي په سبب پرمختيائي كارونه بند كړي، ده ووئيل د سياسي او معاشي تسلسل نه غېر ترقي ممكن نه ده٬ دنيا د چا انتظار نه كوي٬ مونږ له خپلې غلطۍ سمول دي٬ پرمختګ لپاره به مونږ له د پاليسو د تسلسل په اهميت پوهېدل وي، كه په وژن 2025 عملدرآمد شوې وې نو نن به پاكستان په 25 بهترين معيشتونو كښې شامل وې۔ احسن اقبال ووئيل د يوكرائن جنګ له امله تېل او د سكرو پشمول د هر څيز بيعه اسمان ته رسېدلې ده٬ آئي اېم اېف د نړيوال افراط زر پروجېكشن ډېر زيات كړے دے،د 500 مېليونه ډالرو نه زياته مونږ چائے درآمد كوٶ٬ ما ووئيل چې د چائيو استعمال كم كړۍ نو ھغې پسې خندا وكړې شوه، دا خبره چې كله په اسټراليا كښې يو وزير د برېښنا بحران په مهال د يو بلب بندولو پحقله كړې وه نو چا ئې مذاق نه ٶ جور كړې٬ په سنجيده څيزونه خندا پكار نه ده٬ نن چې پاكستان كوم پولرائزېشن سره ښكار دې٬ داسې څوك پرمختګ نشي كولې٬ محاذ آرائۍ سره يو هېواد پرمختګ نشي كولې
د سياسي او معاشي تسلسل نه غېر ترقي ممكن نه ده٬ پرمختګ لپاره به مونږ له د پاليسو د تسلسل په اهميت پوهېدل وي۔ احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز