استنبول 29 اكتوبر(اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پا??ست??ن او تركيه خپلو كښې د ورورولۍ تاريخي اړيكې لري٬استنبول كښې د تركيې نيوز ??ينل ټي آر ټي٬اناتوليا نيوز ايجنسۍ او د سبا ورځپاڼې نمائندګانو سره مركه كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل د تحريك خلافت نه تراوسه د پا??ست??ن او تركيې اولس ترمينځه مثالي اړيكې قائم دي۔اولس مشر ووئيل امن او استحكام له دواړو هېوادونو هلې ځلې كړي۔ده ووئيل پا??ست??ن ته د ترهه ګرۍ له امله لويې زيان رسېدلې۔ډاكټر عارف علوي ووئيل پا??ست??ن ته د ترهه ګرۍ له امله د 70 زره څخه زيات ځاني او د اربونو ډالرو زيان پورته كړې ۔ده ووئيل پا??ست??ن او تركيې د ترهه ګرۍ ختمولو له ځانګرې قربانۍ وركړي۔بايد نړۍ د پا??ست??ن او تركيې د ترهه ګرۍ ختمولو د هلو ځلو اعتراف وكړي۔ډاكټر عارف علوي ووئيل دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو موقعې شته۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پا??ست??ن كښې حكومت لږ آمدن لرونكو لپاره د 50لكه كورونو جوړولو په منصوبه كار كوي۔ده ووئيل مونږ د هاؤسنګ په څانګه كښې د تركيې د تجربو څخه استفاده كول غواړو۔ډاكټر عارف علوي ووئيل د بنيادي ډهانچې پشمول په نورو څانګو كښې پا??ست??ن او تركيې ترمينځه مرستې زياتولو له به هڅې كول وي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل تركيه د اسلامي نړۍ مهم هېواد دے
٬ پاكستان د ترهه ګرۍ له امله 70 زره څخه زيات ځاني او د اربونو ډالرو زيان پورته كړې
مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná