اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د اسلام آباد جيل كمپليكس منصوبه كښې د كلونو راهسې د تاخير نوټس اخستو سره سږ كال د زندان جوړولو كار بشپړولو سپارښتنه كړې او د منصوبې جاج اخستلو لپاره ئې 6 كسيزه كمېټي جوړه كړې ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوې بيان له مخې د كورنيو چارو وزير رانا ثناء الله خان د كمېټۍ مشر مقرر كړې شوې، د وزيراعظم سيكرټري ډاكټر توقير شاه په دې لړ كښې حكمانه جاري كړې۔ كمېټۍ غړو كښې د كورنيو چارو ، هاؤسنګ، منصوبه بندۍ وزارتونو سېكران، د اسلام آباد چيف كمشنر او د سي ډي اے چيئرمېن شامل دے۔ وزيراعظم په معامله په يوه اوونۍ كښې رپورټ غوښتلو سره اسلام آباد ماډل جيل كمپليكس د كلونو څخه زير التوا منصوبه په هنګامي بنيادونو بشپړولو سپارښتنه كړې۔ جديد نړيوال معيار او آسانو لرونكې اسلام آباد زندان جوړول د فنډز نه لرلو په وجه نه دې بشپړ شوې۔ وزيراعظم سپارښتنه كړې چې سږ كال دې دا منصوبه بشپړ كړې شي
وزيراعظم شهبازشريف د اسلام آباد جيل كمپليكس د كلونو راهسې د زير التواء منصوبې په هنګامي بنيادونو د بشپړولو سپارښتنه٬ جاج اخستلو لپاره 6 كسيزه كمېټي جوړه شوه
مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔