اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به ﴿نن﴾ د خالي په ورځ د پېنډې رنګ روډ پروژې د بنياد تيګه ږدي. د خالي په ورځ د وزيراعظم دفتر لخوا په جاري شوې خبرپاڼه كښې وئيلي شوي دي چې د پېنډې رنګ روډ به 38.3 كلوميټره اوږد وي او 6 لېن به لري. دې پروژې سره به د اسلام آباد او پېنډې په ټرافيك فشار كم شي. مسافرو لپاره به د وخت او خرڅ بچت وشي. د پروژې په نتيجه كښې به د روزګار موقعې پېدا شي او معاشي چارې به وده وكړي. وزيراعظم به په دې موقع وېنا هم كوي.
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2