اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) د افغانس??ان د لنډمهاله حكومت د اطلاعاتو معاون وزير ذبيح الل?? مجاهد د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د وزيراعظم عمران خان د وېنا ستائنه كولو سره وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان لخوا د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې د نړيوالې ټولنه څخه افغانس??ان سره د ښو روابطو جوړولو غوښتنه د ستائنې وړ ده، مونږ په دې د ده مننه كوو، افغانس??ان ټولې نړۍ سره ښې اړيكې غواړي، افغانس??ان د تجارت او اقتصادي چارو پشمول په ټولو څانګو كښې د ګاونډي هېوادونو مرستې ته اړتيا لري، د هېواد ادارې فعاله شوې دي، هڅه كوو چې په مالياتي نظام كښې سپېځلتيا راولو، نړيواله ټولنه دې په مقبوضه كشمير كښې د هند مظالم بند كړي، د كشمير، ميانمار او د فلسطيني وروڼو به سياسي او سفارتي ملاتړ كوو، د پاكس??ان امن او امان مونږ لپاره هم مهم دے، د پاكستاني او افغان اولس روابط د دواړو هېوادونو په ګټه دي، مونږ به د پاكس??ان پشمول د كوم هم هېواد په ض?? د ??فغانس??ان د خاورې كارولو چا ته هم اجازه ورنه كړو. د اتوار په ورځ پي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې يو شمېر هېوادونو د امريكې او نړيوالې ټولنې په وړاندې زمونږ په حق كښې غږ پورته كړے، شپږ ورځې وړاندې چين او روسيې هم زمونږ د حكومت په حق كښې خبره كړې ده. قطر، ازبكس??ان او ځينې نورو هېوادونو هم مثبت دريځ خپل كړے. پاكس??ان زمونږ ګاونډي هېواد دے، د ده دريځ هم د ستائنې وړ دے. پاكس??ان د نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه كړې ده چې هغه دې افغانس??ان سره ښه روابط جوړ كړي. مونږ په دې دريځ د پاكس??ان مننه كوو، افغانس??ان سره د نړيوالې ټولنې روابط ضروري دي. ذبيح الل?? مجاهد ووئيل چې د افغانس??ان د ګاونډي هېوادونو اړيكې هم ډېرې مهمې دي. افغانس??ان د تجارت او اقتصادي چارو پشمول په ټولو څانګو كښې ګاونډي هېوادونو ته اړتيا لري. مونږ هيله لرو چې ګاوندي هېوادونه به په نړيواله كچه د افغانس??ان په اړه خپل مثبت كردار روان وساتي. ده ووئيل چې په پنجشېر كښې نښته پاې ته رسېدلې، زياتره ځائي مشران، علماكرام او مجاهدين مونږ سره دي، مونږ چا سره جنګ نه غواړو، كه كومه ډله جګړه كول غواړي يا د بريد كولو هڅه وكړي نو سخت ځواب به وركولې شي. ده ووئيل چې په هېواد كښې امن وي نو افغانان يو بل سره مينه لرونكي خلق دي، اوس وخت راغلے چې افغان قوم د هېواد پرمختګ او خوشحالې لپاره كار وكړي، مونږ غواړو چې اوسې د رغونې كارونه وشي، سړكونه او پلونه جوړ شي، خلقو لپاره چې كورونه جوړ كړو. ده ووئيل چې په افغانس??ان كښې د امن نه پس زمونږ ترجيح ده چې تجارت وده وكړي، د ازبكس??ان څخه تر بلخ افغانس??ان د رېل پاټلې غزول شوې ده، افغانس??ان به پېښور او د پاكس??ان نورو سيمو سره تړلې شي. د سي پېك پروژه هم مهمه ده، په دې كښې د لږ تحقيق ضرورت دے، غواړو چې په دې پروژه كښې شامل شو، ټوله اسيا يو بل سره تړلو لپاره د يوې لوئې لارې جوړول خوشبينه دي. ده ووئيل چې مونږ ټولې نړۍ سره ښې اړيكې غواړو، پاكس??ان زمونږ ګاونډي هېواد دے، د افغانانو دوهم كور دے، د لكونو په شمېر افغان مهاجرين اوس هم په پاكس??ان كښې مېشته دي، پاكس??ان سره يو شمېر څيزونه شريك دي، زمونږ ژبه، مذهب شريك دے، مونږ يو ډول رسم و رواج لرو، زمونږ پوله شريكه ده، مونږ پاكس??ان سره نزدې او ښې اړيكې غواړو. ده ووئيل چې كه د پاكس??ان د دورې بلنه راغله نو زمونږ مشران به په دې غور وكړي. ده ووئيل چې مونږ د ګاونډي هېوادونو د بېرغ او حريت احترام كوو، هيله ده چې دوي به هم زمونږ د بېرغ او خپلواكې احترام وكړي، په انفرادي توګه كوم تن غلطي كولې شي، بايد دې سره اړيكې خرابې نه شي. ده ووئيل چې كه كوم تن په انفرادي توګه غلطي وكړي يا د پروپېګنډې ښكار كېدو سره غلطي وكړي نو هغه د هېواد نمائندګي نه كوي، په طورخم كښې د پاكستاني بېرغ د بې حرمتې پېښه افسوس ناكه وه، مونږ په پېښه خفه شوي يو، د سپكاوي په اقدام كښې درې څلور كسان ككړ وو كوم چې ګرفتار كړے شوي دي، څوك چې هم د دواړو هېوادونو د اړيكو خرابولو هڅه وكړي، كارروائي به كولې شي. د پاكس??ان حكومت او اولس به په انفرادي توګه شوې د دې پېښې تور په افغان دولت نه لګوي. دبيح الل?? مجاهد ووئيل چې د پاكستان، روسيې، چين، ازبكستان، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو استازو هم د افغانس??ان دورې كړې دي، غواړو چې د افغان دولت استازي هم د بېلا بېلو هېوادونو دوره وكړي. ده ووئيل چې كشميريان زمونږ مسلمانان وروڼه دي، نړيواله ټولنه دې په مقبوضه كشمير كښې د هند مظالم بند كړي، د كشمير، ميانمار او فلسطيني وروڼو سياسي او سفارتي ملاتړ به روان ساتو.
د وزيراعظم عمران خان په عمومي اسمبلۍ كښې د افغانستان په اړه دريځ د ستائنې وړ دے٬ نړيوالې ټولنې څخه افغانستان سره د ښو رابطو جوړولو په غوښتنه د هغه مننه كوؤ ٬ ذبيح الله مجاهد
مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن