سرينګر 02 ستمبر (اے پي پي) د هند په غېر قانوني قبضه كړي جمو و كشمير كښې د كشمير د ازادۍ تحريك قوي او مضبوط غږ او د مقاٶمت علامت بابائے حريت سيد علي ګېلاني تېره شپه په سرينګر كښې دولس كاله د هند په زندان كښې د بنديوانه پاتې كېدو نه پس شهيد شوے ٬ د ا??وا??اد عمر 82 كاله ٶ۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د ا??وا??اد مړے چې كله د پاكستان په بېرغ كښې ونغښتلے شو او غمژنې كورنۍ “مونږ څه غواړو آزادي او مونږ پاكستانيان يو او پاكستان زمونږ دے نعرې وهلې نو هندي عسكرو د سيد علي ګېلاني كور ته ننوتل او په كورنۍ ئې تشدد وكړو او مړے ئې په زبردستۍ د ځان سره يوړو٬ قابضو هندي ځواكونو د سيد علي ګېلاني د وصيت خلاف ورزي كولو سره د شپې ??ه تياره كښې مړے د سرينګر په حېدر پوره اديره كښې ??خ كړو ۔ د ا??وا??اد د كورنۍ له مخې هغه وصيت كړے ٶ چې ھغه د شهيدانو په اديره كښې ??خ كړې۔ د ستمبر په 29مه نيټه كال 1929 كښې د بارهموله ضلع په سوپور كلي كښې زېږېدلي سيد علي ګېلاني ابتدائي تعليم خپل آبائي ښار كښې حاصل كړے او د لاهور اورينټل كالج څخه ئې خپل تعليم بشپړ كړے ؤ ۔ نوموړي لارښود خپل ټول ژوند د مقبوضه جمو و كشمير د غېر قانوني هندۍ قبضې په ضد په سټرو كښې تېر كړے۔ ا??وا??اد وړومبے د جمو و كشمير جماعت اسلامي پلېټ فارم څخه او وروستو د تحريك حريت په نامه خپل جماعت څخه د خپلواكۍ حق لپاره هڅې كولې۔ ا??وا??اد ځينې كلونه د كل جماعتي حريت كنفرنس مشري هم كړې او په خپل مورني وطن په غېر قانوني توګه د هند د قبضې سخت مخالف ٶ چې په سبب ئې ا??وا??اد تر يو شمېر كلونو د هند په بېلا بېلو زندانو??و كښې د قېد تكليفونه برداشت كړي۔ سيد علي ګېلاني د جمو و كشمير پاكستان سره د الحاق پلوي ؤ او مشهوره نعره “مونږ پاكستانيان يو، پاكستان زمونږ دے ” هم دوي تخليق كړې ۔ د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره د لسيزو ستړو په اعتراف كښې دوي ته تېر كال صدر ډاكټر عارف علوي د پاكستان اعليٰ ترين سول اعزاز “نشانِ پاكستان” وركړے ٶ٬ د كل جماعتي حريت كنفرنس او نورو حريت لارښودو٬ تنظيمونو او په واشنګټن كښې “كشمير ايوائير نس فورم ” خپلو بيانو??و كښې ا??وا??اد سيد علي ګېلاني ته پېرزونئ وړاندې كړي
بابائے حريت سيد علي ګېلاني خاورو ته وسپارلے شو
مضمون کا ماخذ : quina acumulada