اسلام آباد 12 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د تېر وخت كوتاهۍ په نتيجه كښې نن اولس ستونزو سره مخ دے٬د برېښنا ګرانې پروژې لګولې شوې وې٬د رسنې او تقسيم په زيان قابو موندلو او د نظام خرابۍ سمولو ته پام نه دے شوے٬ او د دې بوج اولس برداشت كوي۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ د برېښنا بيعې او په خاص توګه د برېښنا په څانګه كښې د ګرځينده قرض كمولو په اړه د غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔په غونډه كښې وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار٬ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬حماد اظهر٬سيد فخر امام٬عمر ايوب٬اسد عمر٬خاص مرستيالانو نديم بابر٬ډاكټر وقار مسعود٬تابش ګوهر٬د خزانې پخواني وزير شوكت ترين٬وفاقي سېكترانو او نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔وزيراعظم ته د برېښنا اوسنۍ بيعې٬د ګرځينده قرض او په دې قرض كښې د كمي په اړه په تجويز شوې حكمت عملۍ بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم غونډې ته په خپله وېنا كښې ووئيل د تېر وخت د كوتاهۍ په نتيجه كښې نن اولس ستونزو سره مخ دے٬د برېښنا ګرانې پروژې لګولې شوې وې٬د رسنې او تقسيم په زيان قابو موندلو او د نظام خرابۍ سمولو ته پام نه دے شوے٬ او د دې بوج اولس برداشت كوي۔وزيراعظم د برېښنا په څانګه كښې د بهترۍ په اړه د تجويز شوې حكمت عملۍ په اړه سپارښتنه وكړه چې د دې اهدافو سر كوونكو ټولو اړوندو وزارتونو ذمه وارۍ دې واضحه كړی شي چې دغسې په اقدامات عمل او اهداف په وخت باوري شي
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د برېښنا بيعې او په خاص توګه د برېښنا په څانګه كښې د ګرځينده قرض كمي په اړه غونډه
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی