اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د مذهبي چارو او د مذهبونو ترمېنځه د همعږۍ وزارت چارواكو وئيلي دي چې د پاكستان تقريباً 82 زره جاحيان د حج كولو نه پس د حجاز مقدس څخه وطن ته د راستنېدو عمل به د زيارت په ورځ د جولائي په 14مه نيټه پېل شي۔ اے پي پي سره په خبرو كښې د وزارت چارواكو ووئيل د حاجيانو هېواد ته د راستنېدو عمل به تر 13م اګست د كومې دمې نه غېر دوام دار وي، د اړوند وزارت٬ سول اېوي اېشن او اړوند ائير لائنز چارواكي به په هوائي مېدانونو د حاجيانو هركلے كوي٬ هر حاجي ته به په ايئر پورټ پنځه ليټره آب زم زم وركولې شي٬ پاکستان لپاره سږ كال د 81 زره 132 حاجيانو كوټه مختص كړې شوې وه چې پكښې 32 زره د سركاري او 48 زره د نجي آپرېټرز د لارې حجاز مقدس ته لېږلې شوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت