پینډۍ 29 دسمبر (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئېلي دي چې د جنګ نوعيت اوس بدل شوې٬پاك پوځ په كاميابۍ سره ترهه ګرو له ماتې وركړې٬ پاك پوځ د هر ډول خطرو بشپړه ځواب كولو صلاحيت لري۔هغه د زيارت په ورځ اټك سره نزدې د بهادر رېنجرز او شريك مشقونو جاج اخستلو په موقع خطاب كښې كولو۔د آئي اېس پي آر له مخې د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه اټك سره نزدې د بهادر رينجرز دوره وكړه او هلته ئې د پاك اردن شريك مشقونو “فجر الشرق ون” مشاهد وكړه۔ د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره دا شريك مشقونه دوه اونۍ روان وو چې پكښې د دواړو هېوادونو ځواكونو د يو بل تجربو څخه استفاده ترلاسه كړی۔پھ دې موقع خطاب كولو سره د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باوجوه په كاميابو مشقونو كولو انتظاميې ته مباركي وركړه او د پاك پوځ صلاحيت يې وستائېلو۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ مخ نيوي له په كاروائيو ك??ې زمونږ كاميابۍ د كامياب كيس اسټډيز په توګه اخستلې شي۔ده ووئيل پاكستان كاميابۍ سره ترهه ګرۍ ته ماتې وركړی او اوس د استحكام پړاؤ څخه تېرېږي۔ده ووئيل پاك پوځ هر ډول سره تربيت شوې او د هر ډول خطرو بشپړ ځواب وركولو صلاحيت لري۔ده ووئيل د دې ډول شريكو مشقونو سره به د ترهه ګرۍ مخ نيوي كاروائيو لپاره پېشه وارانه مهارت لا ښه كولو ك??ې مرسته ترلاسه شي۔ده ووئيل دا ډول هلو ځلو څخه د يو بل تجربو څخه استفاده ترلاسه كېدے شي۔ده د اولني اسپېشل فورس مشقونو ك??ې د اردن ځواك ډلې په ګډون كولو د اردن مننه وكړه او د دې ډول هلو ځلو جاري ساتلو ك??ې يې د خپلې خوښې څرګندونه وكړه۔د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه مشقونو ك??ې ګډون كونكو سره ملاقات وكړو۔د پاك پوځ سرلښكر چې كله بهادر رينجرز ته ورسېدو نو د پېښور كور كمانډر لېفټيننټ جنرال نذير احمد بټ او آئي جي ټريننګ اينډ ايويلويشن لېفټيننټ جنرال هدايت الرحمان ده ته هركلے اووئې۔په دې مهال جي او سي اېس اېس جي هم په دې مهال موجود وو۔
پاك پوځ د هر ډول خطرو بشپړه ځواب كولو صلاحيت لري
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا