اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي د پاكستان چين سره د ترهه ګرۍ مخ نيوي٬سلامتيا٬د استخباراتې معلوماتو ګډولو او د تجارت په اړه پراخا مرستې لپاره به 21مه پیړۍ كښې يو پريكړه كونكې همكاري پېل كول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د چين سلامتيا وزير جينګ هوئي چانګ سره پھ خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ داخله وزير سره ملاقات وكړو۔داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان ترمخه د چين اعلٰی كچې پلاوي كښې د چين د ترهه ګرۍ مخ نيوي٬تكنيكي او استخبارتي ډويژنونو اعلٰی چارواكي شامل وو۔ملاقات كښې د دواړو هېوادونو سېكورټي اسټېبلشمنټ ترمينځه د استخبارتي معلوماتو ګډولو٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي له په رابطو او د سي پېك امنيت پشمول د په بېلو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔داخله وزير ووئيل سي پېك محفوظه او كاميابۍ سره بشپړېدو سره به د پاكستان او چين ترمينځه د ملګرتيا نوې لارې پرانستلې شي او د دواړو هېوادونو ترمينځه سټراټېجكې او اقتصادي اړيكې لا مستحكمې شي۔ده ووئيل دواړو اړخونو ته به سيمه ايزو او نړيوالو قواؤ څخه محتاط اوسېدل وي كوم چې د خپلې ګټې په سوب سي پېك منصوبه نه غواړي۔داخله وزير د دې عزم پخلې وكړوچې پاكستان به د سي پېك په ضد په هر كچ هر ډول سازشونه ناكامه كړي۔داخله وزير ووئيل پاكستان به د هغه ټولو ترهه ګرو ډلو په ضد جنګ جاري ساتي كوم چې پاكستان كښې تشدد خپرول غواړي
د سي پېك محفوظ او په كاميابۍ بشپړېدو سره به د پاكستان او چين ترمينځه د ملګرتيا نوې لارې پرانستلې شي
مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔