اسلام آباد۔28فروری(اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوي په پوهنتونونو زور راوړې دې چې هغه دې ګرېجوېټس زياتولو او آن لائن زده كړو ته وده وركولو له د زده كړو نظام پراخا او موقعې زياتې كړي٬ د نړۍ ضرورتونه ترسره كولو له به د لوړو زده كړو په نظام كښې آن لائن زده كړو ته پام كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ د سرحد یونیورسټی آف سائنس اېنډ انفارمېشن ټېکنالوجی پېښور 14 م كانووكېشن ته خطاب كښې وكړه۔ صدر مملكت ووئيل تر كال 2030 به د انفارمېشن ټېكنالوجۍ څانګه كښې 80 كروړ ګرېجوېټس ته اړتيا وي۔ ټولو ته د زده كړو موقعه وركول د پاكستان پرمختګ لپاره ډېر مهم دي۔ هغه ووئيل پاكستان كښې د ځوانانو شمېره زياته ده كوم چې هېواد لپاره د پرمختګ سبب ګرځېدې شي۔ صدر مملكت په نړيوال ماركيټ كښې مخ په زياتېدونكي ضرورتونه نظر كښې نيولو سره موقعو څخه د ګټې پورته كولو په حاجت زور راوړو۔ هغه د وزيراعظم د چين اوسنۍ دوره د پرمختګ په تناظر كښې مهمه وګرځوله۔ هغه ووئيل په كركيله ٬ فارما سېوټیکل ، آټوموټو ، ټېکسټائل او انفارمېشن ټېکنالوجی كښې پاكستاني زده كوؤنكو او پروفېشنلز لپاره بلها موقعې موجود دي۔ پاكستان د مستحكم هېواد په توګه رامخې ته كېږي د كوم په بېلو څانګو كښې چې پراخا موقعې موجود دي۔ هغه په ځوانانو زور راوړو چې هغه دې په هېواد كښې د مايوسۍ بيانونو ته خپل پام نه ګرځوي۔ صدر مملكت په بېلو څانګو كښې پوزيشن ترلاسه كوؤنكو ګرېجوېټس ته مباركي وركولو سره په هغوي زور راوړو چې په اخلاقياتو ٬ اسلامي رواياتو او د قامي شناخت په اصولو عمل كولو سره سخته خواري وكړي۔ د خېبر پختونخوا د لوړو زده كړو كمېشن كامران خان بنګش دستورې ته خطاب كښې ووئيل صوبائی حکومت سرکاری او او نجي څانګه كښې آسانۍ وركولو سره لوړو زده كړو ته وده وركوي۔ هغه ووئيل هنر ته وده وركول٬ د وظيفو وركړه او د نوې تعليمي ادارو جوړول د خېبر پختونخوا تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوی پی اېچ ډی، اېم ایس ، اېم فل، ماسټرز ، بېچلرز او او نورې ډګرۍ ترلاسه كوؤنكو ګرېجوېټس ته ډګرۍ هم وركړې۔
د آئي ټي په څانګه كښې به تر كال2030ﺀ 80 كروړه ګرېجوېټس ته اړتيا وي٬ پوهنتونونه دې په هېواد كښې ګرېجوېټس زياتولو او آن لائن زده كړو ته وده وركولو له د زده كړو نظام پراخا او موقعې زياتې كړي ٬ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : راکی