آستانه ۔ 10 ستمبر (اے پی پی) پاكستان او بوسنيا د شريكو اقتصادي منصوبو جاري كولو او بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته لا زياتولو ته سلا شوي دي۔ دا سلا د دواړو هېوادونو ترمينځھ د اولس مشر ممنون حسېن او بوسنيا اولس مشر باقر عزت بېګووچ د او آئي سي اولنۍ د مشرانو غونډې په مهال شوي ملاقات كښې راغله۔ دواړه لارښود د پاكستان او بوسنيا ترمينځه د شريكې خوښې په څانګو كښې مرستې او د پارلماني پلاويو تګ راتګ ته سلا شوي دي۔ دغسې د دواړو هېوادونو ترمينځھ تجارت ته په وركولو ههم اتفاق شوې۔ اولس مشر په دې مهال د بوسنيا سرمايه كارو ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه وركړه۔ اولس مشر ووئيل پاكستان بوسنيا سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ ده زياته كړه چې بوسنيا سره ملګرتيا به راتلونكو نسلونو ته منتقل شي۔
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری