اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف به په راتلونكې اوونۍ كښې د قطر دوره كوي۔ د خارجه دفتر وياند د جمعې په ورځ خپل بيان كښې وئيلي دي خارجه وزير د څلورو اروپائي هېوادونو المان٬ ډنمارك٬ سويډن او ناروے په دوره دے٬ دا دورې زمونږ شراكتدارو سره د پاكستان د اړيكو او سفارت كارۍ څرګندونه كوي۔ وياند ووئيل مونږ به په مناسب وخت د دې دورو نور تفصيلات وړاندې كړٶ۔ وياند ووئيل وزیراعظم شهباز شریف د سعودی عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان، نائب وزیراعظم او د دفاع وزیر سره د اګست په 15مه نيټه د ټېلي فون د لارې خبرې كړې دي، په دې موقع ولي عهد د پاكستان د 75مې آزادۍ ورځې په لړ كښې د پاكستان اولس له مباركي وركړې٬ دغسې دواړو مشرانو د شريكې خوښې په نورو چارو هم د خيالاتو څرګندونه كړې ده
مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری