اسلام آباد۔22فروری(اے پی پی) د داخله چارو وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې اپوزيشن دې د عقل نه كار واخلي ، د دوي حماقت د يوې لويې حادثې سبب کيدے شي، که څه ګډوډې رامنځته شو نو ذمه واري به يې اپوزيشن وي، اپوزيشن دې د عدم اعتماد تحريک شوق پوره کړي٬ عمران خان به كاميابي ترلاسه كوي ٬ په اسلام آباد كښې به يو نوې كركټ سټېډيم ٬ درې نوې روغتونونه ٬ د مېرمنو بازار او د پوليس نو خدمت مركز جوړولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ شېخ رشيد ووئيل د آسترېليا كركټ لوبډله له اوږدې مودې وروسته لوبې لپاره په 27 فرورۍ پاكستان ته راځي٬ د دوئي امنيت لپاره خصوصي انتظامات شوي دي۔ هغه ووئيل سندھ حكومت كه ووائي نو د رېنجرز شمېره زياتولو له چتو يؤ۔ په كراچۍ كښې حالات ښه نه دي د دې څه هم نتيجه رامخې ته كېدې شي۔ په سندھ كښې 13 نوې پاسپورټ آفس پرانستلې شي ٬ د 28 نوې آئي ډي كارډ سټېشن پرانسته به هم كولې شي۔ په څلورو واړو صوبو كښې به زه پخپله د يو يو دفتر پرانسته كوم۔ پاكستان د اي پاسپورټ پلو مخ په وړاندې روان دے ٬ وزیراعظم سبا په تاريخي دوره ځي ٬ له بېرته راتللو څخه وروستو به هغه د دې پرانسته كوي ٬ د 1819 سروس پرانسته به هم وكړې شي ٬ 1122 به عصري غوښتنو سره سموؤ۔ هغه ووئيل اپوزيشن د 3 كالو نه دا خبره كوي روزانه دا اورؤ چې نن راځي ٬ سبا راځي۔ كه تحريك عدم اعتماد راوړي نو اول دې خپله شمېره پوره كړي۔ هسې بيا وائي فون راغې يا د كورونا د لاسه كسان رانغلل۔ هغه ووئيل كه اپوزشن په 23 مارچ راتلل غواړي نو بېشكه هغوي دې راشي٬ خو په 23 مارچ كېدې شوي دوئي رانشي ٬ په 22 او 23 مارچ د او آئي سي خارجه وزيرانو غونډه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د 5 ٬ 6 كالو نه زما جهانګير ترين سره ملاقات نه دې شوې٬ هغه ښه سړې دې۔ زما حكومت ته مشوره ده چې كه هغه جهانګير ترين سره خبره وكړي نو هغه به د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي ٬ هغه سره خبره كولو كښې هېڅ مسئله نشته۔ سياستدان كله هم دروازې نه بندوي٬ كه نون ليګ 14 كاله پس ق ليګ پلو تللې شي نو ترين او عمران د كلونو نه ملګري پاتې شوي دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل پاك پوځ عظيمه اداره ده٬ د نوشكي ٬ تربت او پنجګور په شمول په ټول بلوچستان كښې او د هېواد په پولو د دې ځوانانو د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل اسلام آباد كښې نوې كركټ سټېډيم جوړؤ چې ورسره به يو فائيو سټار هوټل هم جوړولې شي۔ د اپوزيشن په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښی هغه ووئيل تر پرون ورځې چې كومو د يو بل مرۍ ته دانګل هغوي نن د يو بل په پښو پرېوزي۔ د اپوزيشن د حماقت د لاسه كومه حادثه رامخې ته كېدې شي او ددې زيان به دوئي ته كېږي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل په بلوچستان او شمالي او جنوبي وزيرستان كښې ځينې قوتونه په غېر ملكي اشارو كار كوي د كومو په ضد به چې سخته كارروائي كولې شي۔
اپوزيشن دې د عقل نه كار واخلي ، د دوي حماقت د لويې حادثې سبب کيدے شي، که څه ګډوډې رامنځته شو نو ذمه واري به يې اپوزيشن وي، اپوزيشن دې د عدم اعتماد تحريک شوق پوره کړي٬ عمران خان به كاميابي ترلاسه كوي٬ وفاقي وزير شېخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔