پېښور 29 اکتوبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر په نړيوالې ورورولۍ زور راوړے چې نړيواله ورورولي دې د ضرورت په دې وخت كښې د افغان حكومت مرسته وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پېښور ګورنر هاؤس كښې د افغان قونصلر جنرل ته د 200 ټنه مرستې سامان وركولو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ده پاكستانو شتمندو ته خواست وكړو چې هغوي راوړاندې شي او د افغان وروڼو او خوئېندو د زړه نه مرسته وكړي۔ده ووئيل پاكستان افغانستان سره مضبوطې اړيكې لري او اسلام آباد ګاونډي او ورور هېواد كښې د امن او استحكام د ليدلو خواهش لري كوم چې د ټولې منطقې او نړۍ لپاره هم ضرورې دے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر ووئيل پاكستانے حكومت او اولس د افغان وروڼو بشپړه ملاتړ كوي او نړيوالې ورورولۍ له هم د استحكام او امن په ترلاسه كولو كښې د هغوي مرسته كول پكار ده ۔په دې موقع د كے پي كے ګورنر شاه فرمان نړيوالې ورورولۍ ته خواست وكړو چې هغوي دا مهال افغان اولس نظرانداز نه كړي ځكه چې هغوي د وړاندې نه د سختو حالاتو څخه تېرېږي۔ده ووئيل اوس وخت راغلے چې د افغانانو په خپل هېواد كښې امن او استحكام ساتلو له مرسته وكړې شي۔افغان قونصلر جنرل نجيب الله د پاكستان حكومت او اولس مننه كولو سره وئېلي دي پاكستان د تېرو 40 كلونو څخه په لاكهونو افغانانو سره د خپلو وروڼو پشان سلوك كوي
نړيواله ورورولي دې د ضرورت په دې وخت كښې د افغان حكومت مرسته وكړي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر