اسلام آباد23 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د الودګۍ د مسئلې مخ نيوي لپاره د ماحولياتي تحفظ تلپاتې پروژه د وخت مهم ضرورت دے. ده دا خبرې په هېواد كښې د الودګۍ ستونزو په اړه د غونډې مشري كولو په مهال وكړې. د وزيراعظم د دفتر د مېډيا څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې وزيراعظم اړوند محكمو ته هدايت كړے چې دوي دې د هېواد لوي ښارونه د الودګۍ څخه بچ كولو لپاره صوبائي حكومتونو سره په ګډه حكمت عملي جوړه كړي او په دې لړ كښې دې په سمدستي توګه ټول ضروري اقدامات وكړے شي. وزيراعظم ووئيل چې صفا او د الودګۍ څخه پاك پاكستان زمونږ وړومبې ترجيح ده. د ماحولياتي بدلون په اړه د ستونزو حل لپاره بايد پائيدار بنيادونو اقدامات وكړے شي. وزيراعظم ووئيل چې په لويه پېمانه په ښارونو كښې حكومت د بوټو نال كولو ته بشپړه پاملرنه كوي. په غونډه كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن، د وزيراعظم د ماحولياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم ، خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل او نورو چارواكو ګډون وكړو. په غونډه كښې د پنجاب چيف سېكرټري ، رېونيو بورډ سينئر غړي حيات تارړ د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو
د الودګۍ د مسئلې مخ نيوي لپاره د ماحولياتي تحفظ تلپاتې پروژه د وخت مهم ضرورت دے. وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ