کراچۍ 05 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د اسلامك بېنکارۍ ودې له حكومت په سنجيدګۍ سره ګامونه پورته كوي٬ معيشت قوي كولو له دې مخالف?? ډله زمونږ ملګرتيا وكړي٬ سي پېك پروژه به د منطقې پرمختګ له ګېم چېنجر وګرځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د ورلډ اسلامك فنانس فورم تر سېوري لاندې كنفرنس ته خپله وېنا كښ?? وكړه۔ ده ووئيل وزارت ترلاسه كولو نه پس ما مركزي بانك ته امر ك??ې ٶ چې هېواد كښ?? دې اسلامي بانك كارۍ ته وده وركړې شي او دې لپاره دې كوټلې لائحه جوړه كړې ??ي۔ ده ووئيل ما سره سره د وزيراعظم محمد نواز شریف هم دا خواهش ٶ چې هېواد كښ?? اسلامي بانك كاري وده وكړي ٬په دې لړ كښ?? يوه كمېټي جوړه كړې شوې كومې چې د اسلامك بانېكنګ تفصيلي جاج اخستې۔ اسحاق ډار ووئيل چې داسلامك بنېكنګ ودې له تر اوسه درې اسلامك سنټر فار اېكسېلېسن جوړ كړې شوي دي۔ ده ووئيل زمونږ مذهب هم په اسلامي تګلار تجارت او د سرمايه كارۍ درس وركوي چې ورسره د سود د نظام خاتمه و??ي۔ ده ووئيل كاش چې ما سره د جادو لښته (حمسا) وې نو ما به سل فيصده اسلامك بانېكاري رائج كړې وې۔ ده ووئيل پاكستان د نړۍ يوازنې هېواد دے چې كوم چې د اسلام په نامه ترلاسه كړے شوے او چا چې اسلام سره غداري كړې ھغوي خپل انجام ليدلې۔ وفاقي وزير ووئيل چې اسلامي بېنكارۍ لپاره يوه كمېټي جوړول كېږې چې پكښې به د مركزي بانك ګورنر ٬ دوهم ګورنر ،د فنانس وفاقي سېکتر، د اېس اي سي پي چیئرمېن، د اېف بي آر چیئرمېن ،د قانون وفاقي سېكتر، د پاکستان بېنکنګ چیئرمېن، د شريعه بورډ چیئرمېن مفتي تقي عثماني او نور شامل وي۔ ده ووئيل روانه اونۍ كښ?? به د دې كمېټۍ اعلاميه جاري كولو سره فعاله كړې ??ي۔ ده ووئيل په كال 2008 كښ?? چې د بنېكنګ سېكټر چې كوم بحرانونه پېدا شوې ٶ د ھغې نه پس د اسلامي بېنكارۍ اهميت لا زيات شوې ولې چې اسلامي نظام د معيشت سپېځلې وېش٬ د غربت خاتمه او د سماجي انصاف درس وركوي۔ ده ووئيل سي پېك پروژه به د منطقې پرمختګ له ګېم چېنجر وګرځي او په دې منصوبه كښ?? د اسلامي بانك كارۍ د لارې سرمايه كاري كېدې ??ي۔ ده ووئيل په راتلونكو كښ?? به د پاكستان شمېره په 18 لويو معيشتونو كښ?? كېږي۔ ده ووئيل پاكستان په سم لور روان دے چې اعتراف ئې نړيوالې ادارې هم كوي۔ د خزانې وزير ووئيل اسلامي بېنكارۍ كښ?? په هره كچه د مفتي تقي عثماني مرسته ترلاسه ده او د ھغه د هلو ځلو ستائنه كوٶ۔ اسحاق ډار ووئيل معيشت قوي كولو له دې مخالف?? ډله زمونږ ملګرتيا وكړي۔
د اسلامك بېنکارۍ ودې له حكومت په سنجيدګۍ سره ګامونه پورته كوي٬ معيشت قوي كولو له دې مخالفه ډله زمونږ ملګرتيا وكړي
مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ