اسلام آباد 04 جون (اے پي پي﴾ په آرمډ فورسز ان??ټي ټيوټ آف كارډيالوجي كښې د ردهم فار لائف 2022م په نوم كانفرنس پېل شوے. د آئي اېس پي آر له مخې د انټرنېشنل الېكټرو فزيالوجي كانفرنس د پرانستې سېشن خاص مېلمنه ل??فټ??ننټ جنرل نګار جوهر وه. د سول و ملټري څانګو څخه ماهر كارډېك الېكټرو فزيالوجسټس په كانفرنس كښې ګډون كوي. د برتانيې، تركيې، آذربائيجان، قطر ، سعودي او امريكې څخه هم ماهرين په كانفرنس كښې ګډون كوي. د ك??نفرنس كنوينئر د اے اېف آئي سي د الېكټرو فزيالوجي څانګې مشر برېګېډيئر پروفېسر عظمت حيات د ګډون كوونكو هركلې وكړو. كانفرنس ته يو شمېر پوهانو وېنا وكړه. سرجن جنرل لېفټننټ جنرل نګاهر جوهر په خپله وېنا كښې د الېكټرو فزيالوجي اهميت په ډاګه كړو.
مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن