اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) په اېف نائن پارك كښې د سختې ګرمۍ له امله وچ شوے تالاب د اوبو لټون كوونكو مرغو د ژوند لپاره سخت خطر جوړ شوے ۔ وګړو د سي ډي اے چارواكو نه غوښتنه كړې چې د دې بې زبانه مخلوق لپاره د وفاقي پايه تخت په پاركونو او د سړكونو په غاړه د اوبو بندوبست وكړي۔۔يو وګړي افضل هنس كوم چې هره ورځ پارك ته راځي وائي چې په پارك كښې د اوبو نشت والي له امله د مرغو شمېره ډېره كمه شوې ځكه چې په پارك كښې د مرغو لپاره د اوبو كوم بندوبست نشته
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II