اسلام آباد 15 فروری (اے پی پی) هېواد كښې سیاسی او عسکری قیادت د دې عزم پخلے كړے چې د پوځ ، سول آرمډ فورسز او پولیس عملياتو ګټې به ضائع نه كړو، ریاست به دا خبره باوري كوي چې ترهه ګر بيا سر پورته نه كړي۔ د دې خبرې سلا د شورو په ورځ د وزيراعظم پھ مشرۍ كښې ??ھ امنيتي غونډه كښې راغلې۔ د وزيراعظم هاؤس لخوا جاري بيان له مخې په غونډه كښې عزم څرګند كړې شو چې د هېواد څخه به ترهه ګري ختمولې شي او د هېواد امن او سلامتیا له د خطر جوړيدونكو ترهه ګرو به په سختۍ مقابله كولې شي۔ پھ غونډه كښې د كورنيو چارو وزير چوهدری نثار علی خان، د خزانې وفاقی وزیر محمد اسحاق ډار، د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ، چیف آف جنرل سټاف لیفټېننټ جنرال بلال اکبر، نېشنل سکیورټی ایډوائزر لیفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه ٬ د کاؤنټر ټیررازم ډی جی ،د آئی بی ډی جی او نورو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې ??اهور، مومند ایجنسۍ او د كوئټې پېښو غندنه وكړې شوه، لويو قامی ات??ان?? ته پيرزوئنې وړاندې كړې شوي چا چې د پاکستان لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړي۔ غونډې ته وئيلي ش??و د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ??سله والو ځواكونو ، پولیس ٬د قانون نافذ کوونكو نورو ادارو او اولس ځانګړي قربانی وركړي دي ، د ترهه ګرۍ بیانیه ناکامه شوې او د امن او استحکام او سوكالۍ بیانی?? غالبه شوې۔ غونډي ته وئيلي ش??و د ترهه ګرو او شر خوښو په ضد د ریاست سختي کارروائی سره فاټا، بلوچستان او کراچۍ پشمول هېواد كښې ??جموعی وضعه ښه شوې ده ۔
د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د امنيت په اړه غونډه ،
مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا