اسلام آباد 29 جون (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د بجټ په منظورۍ د حكومت٬د خزانې وزارت٬د اسمبلۍ سېكرټرېټ او مرستيالو ادارو مننه كړې۔د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د بجټ منظورۍ نه پس سپيكر ووئيل حكومت او د اپوزېشن ټولو غړو ته پیرزوئنې وړاندې كوم چا چې په بجټ كښې بشپړه برخه اخستې او مفصل او جامع بحث ئې كړے كوم چې د ستائنې وړ دے۔د اسمبلۍ عمله٬د خزانې وزارت٬اېف بي آر٬سي ډي اے٬پوليس او نورو مرستيالو ادارو ملازمينو هم خپل كردار ادا كړے٬زه دې ټولو له باور وركوم چې د هغوي لپاره د كوم اعزازي اعلان شوے د هغې ادائيګي به باوري كولې شي۔ده په خاص توګه د ډاكټر عائشه غوث پاشا د كاركردګۍ ستائنه وكړه او وې وئېل وزيرمملكت په محنت ٬ صبر او تحمل سره د بجټ په كاروائي كښې برخه اخستې۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د بجټ غونډې په مهال د سېكرټرېټ او بېلو ادارو سركاري ملازمينو چا چې د پارليمان په ودانۍ كښې كار كړے هغوي ته ته به اعزازيه وركولې شي
په بجټ كښې برخه اخستونكو د حكومت او اپوزېشن غړو ته پیرزوئنې وړاندې كوم۔د قامي اسمبلۍ سپيكر
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ