لاهور 09 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم ??مر??ن خان په مشرۍ ك??ې د آب پاك اتهارټۍ د لوړې كچې غونډه ??وې چې پك??ې د پنجاب وزيراعلٰې عسمتان بزدار ٬ ګورنر چوهدري سرور او د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب پشمول نورو لوړ پورو ګډون كړے۔ د غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال فرخ حبيب ووئيل وزيراعظم ??مر??ن آزاد كشمير، ګلګت بلتستان، خېبرپښتونخوا او د بلوچستان صوبائي واكمنو ته آب پاك اتهارټۍ په طرز د څښلو پاكو اوبو وركولو امر كړے ۔ ده ووئيل د پنجاب 12 كروره آبادۍ ته د څښلو پاكې اوبه وركولې شي٬ د پنجاب په 36 ضلعو ك??ې د 4 اربه روپو په لګښت 1500 پلانټ لګولې شي٬ او دا به په دسمبر كال 2021 كښې ترسره كېږي۔ ده ووئيل په موجوده دور حكومت كښې به په يو واټر فلټريشن پلانټ 30 لكه روپۍ لګښت راځي٬د شهبازشريف په دور ك??ې د “پاك اوبو كمپنۍ” د لوظونو چغو او ادعاګانو نه علاوه هېڅ نه دي كړي ۔ ده ووئېل د شهباز شريف په دور ك??ې د 7.5 اربه روپو په لګښت يوازې 116 واټر فلټرېشن پلانټس لګولې شوي۔ فرخ حبيب ووئيل د شهباز شريف په دور كښې په يو واټر فلټريشن پلانټ 6 كروره 40 لكه روپۍ لګښت راغلے ٬ د آب پاك اتھارټۍ له مخې به په يو واټر فلټريشن پلانټ يوازې 30 لكه روپۍ لګښت راځي۔ ده ووئيل آب پاك اتھارټي به په بل فېز كښې سوئيلي پنجاب فېصل آباد ډويژن كښې په يو زر كليو ك??ې د څښلو د پاك اوبو مركزونه جوړوي٬ په پنجاب كښې نوې فلټريشن پلانټس د “آب پاك اتھارټۍ” په نګرانۍ كښې لګولې كېږي٬ د ترخو اوبو په سيمو كښې به د پاكو اوبو يو زر پلانټس لګولې شي۔ ده ووئيل وزيراعظم ??مر??ن خان پاكې اوبه وګړو ته په چوكاټ دننه د وركولو امر كړے ٬ چې په سبب به ئې د اوبو په سبب د خپرېدونكو رنځونو نه خلق بچ كېدل ممكن شي۔ ده ووئيل وزيراعظم ??مر??ن خان به د مېنګروز سيمو دوره هم كوي۔ د اطلاعات او خپرو??و وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل وزيراعظم ??مر??ن خان ته د ماحوليات تحفظ پحقله ګردې نړۍ سترګې دي ۔
د پنجاب 12 كروړه آبادۍ ته به د څښلو پاكې اوبه وركولې شي٬ واټر فلټرېشن پلانټس به دسمبر كال 2021 كښې بشپړ شي٬ د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ كښې د آب پاك اتهارټۍ غونډې نه پس ميډيا ته بريفنګ
مضمون کا ماخذ : bolão quina