نیو یارک۔21ستمبر (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري په نيويارک کښې د پاکستان مشن کښې د ځوانانو خارجه وزيرانو د يوې غونډې کوربه توب کړے. په دې غونډه کښې د کاناډا، چک جمهوریت، هنګري، آیسلنډ، لیتھوانیا، لیكټن سټاین، پاناما، قطر او سربیا د بهرنیو چارو وزیرانو برخه اغستې ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير انسانيت ته په پېښو روانو او راتلونكو چيلنجونو رڼا واچوله۔ هغه د سباؤن نړيوال نظام جوړولو لپاره شپږ نکاتي اجنډا په ګوته کړه كومه چې ټولو لپاره امنیت، سوله او همغږي باوري كوي۔ دا به د موسمياتي بدلون ٬ تکنیکی او سائنسی پرمختګ ، ماحول دوسته ملازمتونو، نوې سپلائی چینز، د ستونزو او بېړني حالاتو د لاسه اغېزمند شوي نړيوال معيشت ٬ ٬ په سباؤن كښې د ممكنه وبائي رنځونو مخنيوي او د مضبوطې ګڼ اړخيزه مرستې حاجت په ډول چېلنجونو احاطه كوي۔ ځوانانو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر خاص استازي هم د زلمو خارجه وزيرانو په غونډه كښې ګډون وكړو او د خپل سباؤن جوړولو په بهیر کښې يۍ د ځوانانو د ګډون په اړه د عمومي سېكتر خيالات په ډاګه كړل۔ د بهرنیو چارو وزیرانو په متفقه توګه په دې مهال د بهرنیو چارو وزیر بلاول بھټو هرکلے کړے او هغه مسئلې یې په ګوته کړې كومې چې دوي د نړۍ هیوادونو سباؤن لپاره مهمې ګڼي۔ غونډه كښې ګډون كوؤنكي په دې متفق شول چې دا نوې پلېټ فارم يو په زړه پورې اقدام دے د كوم چې بايد ستائنه وشي۔ د بهرنیو چارو وزیر په آخر كښې د غونډې په مهال وړاندې كړې قيمتي رائے نوټ كړې كومې به چې د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر لخوا د تجويز كړې “د سباؤن لوظنامې” جوړولو كښې مرستياله وګرځي۔ دغسې د بحث خلاصه به ټولو ګډون كوؤنكو وزيرانو ته او د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو او نورو همكارانو ته لېږلې شي
خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په نيويارك كښې د پاكستان مشن كښې د زلمو خارجه وزيرانو د غونډې كوربتوب وكړو
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں