اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د احتساب او داخله صلاحكار بېرسټر شهزاد اكبر د پاكستان مسلم ليګ(ن)په لارښودو تنقيد كولو سره وئيلي دي په عدالتونو كښې د ټرائل څخه بچ كېدو لپاره تاخيري حربې كارول د شريفې كورنۍ پخوانې روايت دے۔دا خلك تل په جعلسازۍ راغلي ٬مريم نواز هم تر نن ورځې كوم ثبوت او دستاويزات عدالت ته نه دي وړاندې كړي ٬د تحريك انصاف حكومت به د بدعنوان عناصرو په ضد د كوم امتياز نه غېر د احتساب عمل روان ساتي۔د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل په پروګرام كښې ده ووئيل د (ن)ليګ مشران د عدالتونو څخه د زيات وخت اخستو هڅه كوي٬ليګي مشران په عدالتونو د فشار اچولو هم تاريخ لري٬د (ن)ليګ څخه جج ارشد ملك فوټېج غوښتلي دغسې چې فرانزك وكړي خو هغوي تر نن فوټېج ورنه كړو۔ ده ووئېل ليګي مشران وائي چې ټول د مريم سره دي زمونږ سره څه نشته۔ده ووئيل مريم نواز د كال 2017 څخه پرله پسې كيس ځنډولے دے۔
مريم نواز د كال 2017 څخه پرله پسې كيس ځنډولے٬په عدالتونو فشار اچول او ټرائل څخه بچ كېدو لپاره د تاخيري حربې كارول د شريفے كورنۍ پخوانې روايت دے۔د وزيراعظم د احتساب او داخله صلاحكار بېرسټر شهزاد اكبر
مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو