بيجنګ 12 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې پاكستان د چين په مرسته سېمي كنډېكټر زون جوړول غواړي، دا مهمه پروژه ده چې مقصد ئې پاكستان په جديد الاتو كښې خودكفيل كول او د پرمختګ نوې لارې پرانستل دي. ده دا خبرې چائنه اكنامك نېټ سره په خپله يوه مركه كښې كړې دي. د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د چين اوسنې دورې په مهال پاكستان ته د سېمي كنډېكټر صنعت د منتقلې خبره كړې ده. دا ټېكنالوجي نه يوازې پاكستان بلكې چين لپاره هم مهمه ده. ده ووئيل چې مونږ غواړو چې د چين د ټېكنالوجې كمپنې پاكستان ته راشي او پاكستان د سېمي كنډېكټر مېنوفېكچرنګ مركز جوړ كړي. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيړ چوهدري فواد حسېن د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير په حېث په خپله مودهه كښې د سېمي كنډېكټر ټېكنالوجې په اړه يادښتونه او لوظنامې لاسليك كړې دي او په دې لړ كښې ئې د پاكستانيانو تربيې لپاره چين سره اشتراك كړے. د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې مونږ په پاكستان كښې د سېمي كنډېكټر ډيزائنګ پېل كول غواړو، په دې خبره خوشحاله يم چې د چين سرمايه كار په پاكستان كښې په كار كولو كښې خوښي لري. ده ووئيل چې ټېكنالوجي زون به په سېمي كنډېكټر زون كښې بدل كړے شي. ده ووئيل چې د سائنس او ټېكنالوجې څانه ډېره لويه ده چې پكښې دواړه هېوادونه مرسته كولې شي. ده ووئيل چې موبائل فونز په پاكستان كښې تيارېږي خو مونږ يو قدم مخكښې تللو سره په پاكستان كښې د موبائل فونز مكمل مېنوفېكچرنګ پېل كول غواړو.
پاكستان د چين په مرسته سېمي كنډېكټر زون جوړول غواړي. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن چائنه اكنامك نېټ سره مركه
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی