اسلام آباد 13مارچ (اے پی پی)د محصولات او خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب وئېلي دي حكومت د هول سيل٬ريټيل٬ريئل اسټېټ او كركيلې څانګې په شاملولو سره د ټيكس بنياد پراخه كولو تګلارې عملۍ جاج اخلي۔ده دا خبره د فيډرل بورډ آف ريونيو هيډ كوارټرز دورې كولو او د ريونيو رايوځاے كولو كاركردګۍ جاج اغستو په اړه د يوې غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې د اېف بي آر چيئرمېن ملك امجد زبير ټوانه او د بورډ غړو ګډون كولو۔د اېف بي آر چيئرمېن د اېف بي آر ډلې لخوا د خزانې وزير تود هركلے وكړو ۔ده وفاقي وزير ته د اېف بي آر لخوا د ريونيو رايوځاے كولو هڅو٬ريونيو جنرېشن لپاره د پورته كړو ګامونو او ريونيو ايډمنسټرېشن كښې رامخې ته شوو مسئلو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔وفاقي وزير ته بريفنګ كښې ووئيل شول اېف بي آر د روان مالي كال وړومبنو 8 مياشتو كښې د ريونيو رايوځاے كولو مجموعي هدف په كاميابۍ سره سر كړے او د ټول كال هدف سر كولو لپاره عزم لري۔د خزانې وزير د اهداف په سر كولو كښې د اېف بي آر هڅې وستائېلې۔د خزانې وزير د ټيكس وصولۍ نظام كښې سپيځلتيا باوري كولو لپاره د طريقه كار وضع كولو هم هدايت وكړو۔
حكومت د ټيكس بنياد پراخه كولو تګلارې جاج اخلي۔د خزانې او محصولات وفاقي وزير محمد اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے